Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر د شاهين قول اردو پېښې د هر اړخيزو څېړنو امر وکړ

ولسمشر د شاهين قول اردو پېښې د هر اړخيزو څېړنو امر وکړ

author avatar
22 Apr 2017 - 20:06
ولسمشر د شاهين قول اردو پېښې د هر اړخيزو څېړنو امر وکړ
author avatar
22 Apr 2017 - 20:06

کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٦): ولسمشر اشرف غني د شاهين قول اردو څخه د ليدنې پر مهال په ډاګه کړه، چې پرونۍ ترهګريزه پېښه هر اړخیزې ارزونې ته اړتیا لري.

ولسمشر دغه څرګندونې د غويي په ٢مه، بلخ ولايت ته د سفر پر مهال وکړې، چېرته چې پرون وسله والو طالبانو د شاهين قول اردو د قوماندانۍ پر جومات ډله ييز بريد کړى و.

د وروستيو معلوماتو له مخې، په دې بريد کې ١٣٥ سرتېري وژل شوي او تر ٦٠ زيات ټپيان شوي دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د غمشریکۍ او د ۲۰۹ شاهین قول اردو منسوبینو د شهیدانو ارواوو ته د دعا په موخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته سفر وکړ.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر او ورسره پلاوی ۲۰۹ شاهین قول اردو ته لاړل او د تشریفاتو قطعې د معاینې پرمهال یې د یادې قطعې سرتېرو او افسرانو سره روغبړ وکړ.

وروسته د ولسمشر غني په مشرۍ فوق العاده امنیتي غونډه چې د بلخ والي عطامحمد نور، د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال تاج محمد جاهد، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال قدم شاه شهیم، د ملي دفاع وزارت د معاونیت سرپرست همایون فوزي، د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان تورنجنرال مهمند کټوازي، د پولیسو د زون قوماندان جنرال بابه جان او د بلخ ولایت یو شمېر امنیتي مسوولینو هم حضور درلود، د تېرې ورځې تروریستي پېښې د شهیدانو ارواو ته د دعا په ترڅ کې یې د یادې تروریستي پېښې د پېښېدو څرنګوالی هم وارزاوه.

په دې غونډه کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان ولسمشر ته د پرونۍ پېښې راپور وړاندې کړ او د ترهګرو په له منځه وړلو کې یې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اقداماتو او همغږۍ په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

وروسته د اردو روغتيايي رييس ډاکټر عبدالرزاق سیاووش وویل: ((زه د متخصصو ډاکټرانو ټیم سره له کابل څخه مزارشریف ته راغلم او په لومړي اقدام کې مو د ډاکټرانو په مرسته سملاسي د ټپیانو درملنه پیل کړه.))

هغه زیاته کړه، د ټپیانو وضعیت د قناعت وړ دی او له ټولو امکاناتو څخه به د هغوی د درملنې په خاطر استفاده وشي.

ډاکټر سیاووش وویل، په بل اقدام کې د قول اردو د مسوولینوپه همکارۍ د وژل شويو سرتېرو هویت تشخیص او اړوندو ولایتونو ته مو يې انتقال لپاره تیار کړل.

سرچينې زياته کړې، په ياده غونډه کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال قدم شاه شهیم وویل، کومانډو قطعات پرون د پېښې ځای ته ورسېدل او د دښمنانو د ځپلو اقدام یې وکړ.

هغه زیاته کړه، یو امنیتي تخنیکي ګروپ پرونۍ تروریستي پېښه ارزوي.  

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.