کندهار (پژواک، ۱۰ غويی ۹۶): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې پر ماشومانو د ماین چاودنه شوې، یو یې وژلی او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني، پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه د دغې ولسوالۍ په طغراق سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، د سیمې پنځه ماشومان- چې عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۷ کلونو دي- په لوبو بوخت وو چې د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوی ماين ورباندې چاودېدلی دى.
د ده په خبره، په پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
دى وايي، ټپیان د کندهار ښار میرویس روغتون ته رسول شوي چې د ځینو ټپونه ژور دي.
بل خوا د همدې ولسوالۍ په سخر سیمه کې د وسله والو مخالفینو پر ضد د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات شوي چې د دواړو لورو تر منځ جګړه هم شوې ده.
درانی زياتوي، په دې جګړه کې شپږ وسله وال وژل شوي چې مشهور طالب قوماندان ملا احمد هم په کې شامل دی.
د ده په خبره، په جګړه کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
دغه راز پولیسو د کندهار ښار د ۱۳مې او ۱۵مې امنیتي حوزو په اړوندو سیمو کې عملیات کړي چې پر مهال یې دوه تنه نیول شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، نیول شوي کسان د وسله والو مخالفینو په لیکو کې په ورانکارو فعالیتونو بوخت وو چې اوس ورڅخه پوښتنې پیل شوې دي.
د دغو پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
login or register a new account.