Language

پوليس: د کندهار په ميانشين کې ۲۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار (پژواک، ۱۲ غویی ۹۶): چارواکي وايي، په کندهار کې ٢١ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او هغه پوليس نيول شوى چې موده وړاندې یې په زابل کې خپل ملګري پوليس وژلي وو.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني چې نن له غرمې وروسته يې له پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې، وويل چې له تېرې شپې راهيسې په ميانشين ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ په نښتو کې ۸ مخالفين وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

دی وايي چې په وژل شويو کسانو کې د وسله والو مخالفينو دوه سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي.

د ده په وينا، په دغو نښتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

له تېرو څو اوونیو راهیسې په میانشین کې وخت په وخت د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ د نښتو خبرونه خپرېږي.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند د جزيياتو له ورکولو پرته وويل، امنيتي ځواکونو هغه کس نيولى چې څه موده مخکې يې د زابل ولايت د شینکۍ ولسوالۍ د پولیسو په لیکو کې د دندې پر مهال د خپلې پوستې يو شمېر پوليس وژلي و او د هغوی وسلې یې له ځان سره وسله والو مخالفينو ته وړې وې.

د ده په وينا، دغه کس پوليسو د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې په سيمه کې نیولى دی.

دی وايي، دغه کس یو ځل بیا د وسله والو مخالفینو په لمسون غوښتل د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې ځان شامل کړي او ورته عمل تر سره کړي ، خو د کشفي ارګانونو له خوا پېژندل شوی او نیول شوی دی.

login or register a new account.

Related Topics