Language

دسپین بولدک پر جګړې خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسیدې

کندهار (پژواک، ۱۵ غویی ۹۶) : د سپین بولدک جګړې په اړه د افغانستان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ خبرې اترې بې نتیجې پای ته رسیدلی دی.

پاکستانیو ځواکونو نن سهار دسپین بولدک ولسوالۍ اړونده لقمان کلي ته راغلي وو او غوښتل یې چې په دې کلي کې سر شمیرنه ترسره کړی، چې دافغان ځواکونو لخوایې مخه ونیول شوه او ددواړو لوریو ترمنځ ټوله ورڅ جګړه روانه و ه.

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وايي، له پاکستاني لوري سره یې خبرې بې پایلې وې، خکه هغوی غواړي د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په لقمان کلي کې سرشمېرنه وکړي او پر ډیورنډ کرښه اغزن تار وغځوي چې دوی ورسره و نه منله.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې  افغان ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي او که پاکستانی لوری د برید هڅه وکړي نو سخت ځواب به ورکړي.

په سپین بولدک کې افغان امنیتي سرچینې وایي، چې په دې نښتو کې تر اوسه څلور سرحدي سرتیري او یوه افغان میرمنه وژل شوې او د۱۴ سرتیرو په ګډون ۳۷ تنه ټپیان شوي دي.

بلخوا پاکستان لوري ویلي، چې په جګړه کې ۹ کسان یې وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي.

ددې جګړې پر سر افغانستان او پاکستان پخپلو هیوادونو کې دسفارتونو شارزدافیران احضار کړي وو.

login or register a new account.