Language

د ښاروال د نه شتون له امله د غزني ښاروالۍ چارې له ستونزو سره مخ دي

غزني ښار (پژواک، ١٩ غويی ٩٦): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو شپږ مياشتو راهيسې دغه ولايت ښاروال نه لري چې له امله يې په ښاروالۍ کې چارې له ستونزو سره مخ دي.

د تېر کال په لومړيو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ غزني ته نوى ښاروال وګومارل شو، خو يو شمېر کسانو يې پر وړاندې لاريونونه وکړل او د پخواني ښاروال فريدون احمدي د بېرته مقررېدو غوښتنه يې وکړه.

له يادو لاريونونو څلور مياشتې وروسته فريدون احمدي بېرته د غزني د ښاروال په توګه وګومارل شو خو احمدې بيا تېر کال د لړم په مياشت کې له خپلې دندې استعفا ورکړه خو له هغه وروسته غزني ته تر اوسه بل ښاروال نه دى معرفي شوى.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار اوسېدونکي محمد ابراهيم د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښاروال د نه شتون له امله په ښاروالۍ کې ټولې چارې له ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: ((ښاروالۍ ته چې لاړ شې نو ډېر مامورين يې نشته دي، زما خپله يو کار په ښاروالۍ کې بند و، د يوې ورځې کار يې راته په شلو ورځو کې خلاص کړ.))

محمد ابراهيم وايي چې په غزني ښار کې د ښاروالۍ له لوري اېښودل شوي ونې او چمنونه هم د وچېدو په حال کې دي.

هغه دا هم وويل چې د ښاروال له نه شتونه په ګټې اخيستې سره د ښار په بېلابېلو سيمو کې پر خپل سر ساختماني کارونه هم پيل شوي دي.

د غزني ښار بل اوسېدونکي محمد اجمل هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې تېر کال د ښاروالۍ له لوري اېښودل شوې ونې او چمنونه د لمريزې برېښنا په وسيله اوبه کېدې خو اوس دغه کار څوک نه کوي.

هغه زياته کړه: ((ټول چمنونه او ونې وچ شوي، څوک اوبه نه ورکوي پالنه يې نه کوي او خلک يې هم هېڅ په قصه کې نه دي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.