غزني ښار (پژواک، ١٩ غويی ٩٦): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو شپږ مياشتو راهيسې دغه ولايت ښاروال نه لري چې له امله يې په ښاروالۍ کې چارې له ستونزو سره مخ دي.
د تېر کال په لومړيو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ غزني ته نوى ښاروال وګومارل شو، خو يو شمېر کسانو يې پر وړاندې لاريونونه وکړل او د پخواني ښاروال فريدون احمدي د بېرته مقررېدو غوښتنه يې وکړه.
له يادو لاريونونو څلور مياشتې وروسته فريدون احمدي بېرته د غزني د ښاروال په توګه وګومارل شو خو احمدې بيا تېر کال د لړم په مياشت کې له خپلې دندې استعفا ورکړه خو له هغه وروسته غزني ته تر اوسه بل ښاروال نه دى معرفي شوى.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار اوسېدونکي محمد ابراهيم د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښاروال د نه شتون له امله په ښاروالۍ کې ټولې چارې له ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي: ((ښاروالۍ ته چې لاړ شې نو ډېر مامورين يې نشته دي، زما خپله يو کار په ښاروالۍ کې بند و، د يوې ورځې کار يې راته په شلو ورځو کې خلاص کړ.))
محمد ابراهيم وايي چې په غزني ښار کې د ښاروالۍ له لوري اېښودل شوي ونې او چمنونه هم د وچېدو په حال کې دي.
هغه دا هم وويل چې د ښاروال له نه شتونه په ګټې اخيستې سره د ښار په بېلابېلو سيمو کې پر خپل سر ساختماني کارونه هم پيل شوي دي.
د غزني ښار بل اوسېدونکي محمد اجمل هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې تېر کال د ښاروالۍ له لوري اېښودل شوې ونې او چمنونه د لمريزې برېښنا په وسيله اوبه کېدې خو اوس دغه کار څوک نه کوي.
هغه زياته کړه: ((ټول چمنونه او ونې وچ شوي، څوک اوبه نه ورکوي پالنه يې نه کوي او خلک يې هم هېڅ په قصه کې نه دي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د ښاروال تر څنګ دغه ولايت مرستيال والي هم نه لري.
د غزني بل اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل: ((والي معاون نه لري که يوه امضا دې هم په کار وي، مجبور يې يوه هفته انتظار وکړې څو والي ته ورسېږي او خپل کار پرې خلاص کړى.))
يادو کسانو له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دغو ادارو ته چارواکي وګوماري.
د غزني والي عبدالکريم متين هم يادې ستونزې مني.
هغه وايي: ((شپږ مياشتې کېږي چې غزني ښاروال نه لري او څو کاله کېږي چې د والي د معاون بست خالي دى.))
د متين په وينا، کله چې د يوې ادارې مشر نه وي نو کارکوونکي به يې څنګه پر وخت دندې ته حاضر شي او چارې به سمې پر مخ بوځي.
ده وويل: ((زما معاون هم نشته دى، د معاون نه شتون زما کار هم ډېر کړى دى، ډېرې غونډې وي چې بايد معاون په کې ګډون وکړي خو معاون نشته نو د مجبوريت له مخې ورځم.))
دى وايي چې ياده ستونزه يې څو ځلې په کابل کې له حکومتي مشرانو سره شريکه کړې او هغوی ورته ژمنې ورکړې خو تر اوسه يې عمل پرې نه دى کړى.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني تر څنګ په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې هم ځيني ادارې يا مشران نه لري او يا يې هم چارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










