کندهار (پژواک، ۲۰ غویی ۹۶): د کندهار په میوند او غورک ولسوالیو کې په ماین چاودنې او وسله وال برید کې ۳۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه ډله وسله وال چې د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور کې د ماینونو په جوړولو بوخت وو، خپل ماینونه ورباندې چاودېدلي چې ۹ وسله وال یې وژلي او ۸ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
هغه زیاته کړه، په وژل شوو کې د ظواهري په نوم د وسله والو یو قومندان هم شامل دی.
د یوه بل خبر له مخې، په غورک ولسوالۍ کې وسله والو د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د دواړو لورو تر منځ جګړه شوې ده.
درانی وايي، د پولیسو په متقابل برید کې ۸ وسله وال وژل شوي دي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ده په خبره، په دې جګړه کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.
بل پلو د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ به مصراباد سیمه کې د ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی دی.
د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، ماین د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوی و چې ملکي وګړی یې ښکار شوی او ځای پر ځای یې وواژه.
دغه راز ځانګړو امنیتي ځواکونو د اوومې او دوولسمې امنیتي حوزو په ساحو کې د کشفي معلوماتو پر بنسټ دوه تنه نیول دي.
ضیا درانی وايي، نیول شوو کسانو په ترهګریزو او ورانکارو فعالیتونو کې لاس درلود.
د یادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کندهار کې د بریدونو او هدفي وژنو پیښې ډېرې شوي دي.
login or register a new account.