Language

پکتيکا کې  د اوبو د کچې ټيټېدو له امله خلک له ستونزو سره مخ  دي

ښرنه(پژواک،٢١غويى٩٦): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولايت کې د ځمکو د خړوبولو په موخه د لمريزې برېښنا په وسيله د اوبو ايستل پيل شوي چې له امله يې د اوبه کچه ټيټه شوې او خلک له ستونزو سره مخ دي.

د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي رومان د غويي په٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې کروندګرو د ځمکو د خړوبولو په موخه د اوبو را ايستلو لپاره د لمريزې برېښنا سيستم فعاله کړى دى.

هغه وايي: (( د همدې سيستم له امله په ډيرو ځايونو کې د اوبو کچه ټيټه شوې او خلک د څښاک لپاره هم اوبه نه لري.))

دغه راز د مرکز ښرنې د سرې کلا اوسېدونکي سيد محمد هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د اوبو کچه ډيره ټيته شوې ده.

هغه وايي: (( پخوا به خلکو د ځمکو د خړوبولو لپاره د کارېزونو او ويالو له اوبو څخه استفاده کوله، خو اوس خلکو په برمو څاکانې وهلي او  د ماشينونو په وسيله اوبه راباسي.))

هغه وايي چې د دې نوي سيستم په فعاليدو سره د ډيرو سيمو په لاسي څاګانو کې اوبه وچې شوي او خلک له ستونزو سره مخ دي.

دغه راز په پکتيکا کې د مدني ټولنې غړي محمد الله هم دې ستونزې ته په اشارې سره وويل چې حکومت بايد د کروندګرو د اوبو ستونزه هواره کړي.

هغه وايي: (( بزګران مجبور دي چې خپلې ځمکې اوبه کړي او اوبه ورته پيدا کړي که دا کار ونه کړي فصلونه يې وچيږي.))

ده وړانديز وکړ چې د يادې ستونزې د مخنيوي په موخه دې حکومت په کليو کې د اوبو کوچني بندونه جوړ کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا والي الياس وحدت هم وويل چې د لمريزې برېښنا په وسيله د اوبو رايستلو، د اوبو کچه ټيټه کړې ده.

ده وويل چې په اړونده برخه کې يې کار پيل کړى، ترڅو د يو منظم پلان له مخې دغه ستونزه هواره کړي.

هغه وايي: (( موږ کوښښ کوو چې ددې کار لپاره بديل پيدا کړو، ترڅو نه کروندګر او نه هم خلک زيانمن شي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.