غزني ښار (پژواک، ٢٣ غويی ٩٦): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د کرکټ تر څنګ د نورو لوبو پر کولو هم بنديز لګولى دى.
خو طالبان بيا وايي چې د خلکو د شکايت پر اساس يوازې د کليو په منځ کې يې د کرکټ پر کولو بنديز لګولى دى.
د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي صاحب خان د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو پر ټولو ورزشي لوبو بنديز لګولى دى.
هغه وايي: ((څه موده وړاندې موږ کرکټ کاوه، طالبان راغلل زموږ وسايل یې يووړل او ويل يې چې هېڅوک نور کرکټ نه شي کولاى.))
د هغه په وينا، هغه سيمې چې کنټرول يې د طالبانو په لاس کې دى، څوک نه شي کولاى په کې کرکټ، فوټبال او يا هم واليبال وکړي.
دغه راز د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو سيمې اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې تل د واليبال لوبې کېدې خو اوس طالبانو پرې بندې کړې دي.
هغه وايي: ((موږ ډېر قوي د واليبال ټېم درلود، له نورو ټيمونو سره به مو مسابقې کولې، خو طالبانو ټولې لوبې بندې کړې دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د ده يک تر څنګ په ګيرو، زنخان، رشيدان، اجرستان، ګيلان، قره باغ، اندړ او يو شمېر نورو سيمو کې طالبانو د ټولو لوبو پر کولو بنديز لګولى دى.
د غزني ښار اوسېدونکى محمدالله وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کرکټ لوبې زياتې شوې او ډېر ځوانان يې مصروف کړي وو.
هغه وايي: ((د هلکانو پلرونه تللي او طالبانو ته يې شکايت کړى چې لوبې بندې کړي څو زامن يې کاروبار او مکتب ته ولاړ شي.))
د ده په وينا، طالبانو د کورنيو د شکايت پر بنسټ د کرکټ تر څنګ پر نورو لوبو هم بنديز لګولى دى.
خو په غزني کې د کرکټ بورډ مسوول عزت الله مومن يار پژواک ته وويل چې اوسمهال دوى د غزني ښار تر څنګ په اندړو، ګيلان، قره باغ، ده يک، زنخان، مقر، اب بند او ځينو نورو سيمو کې د کرکټ فعالې لوبډلې لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP