غزني ښار (پژواک، ٢٣ غويی ٩٦): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د کرکټ تر څنګ د نورو لوبو پر کولو هم بنديز لګولى دى.
خو طالبان بيا وايي چې د خلکو د شکايت پر اساس يوازې د کليو په منځ کې يې د کرکټ پر کولو بنديز لګولى دى.
د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي صاحب خان د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو پر ټولو ورزشي لوبو بنديز لګولى دى.
هغه وايي: ((څه موده وړاندې موږ کرکټ کاوه، طالبان راغلل زموږ وسايل یې يووړل او ويل يې چې هېڅوک نور کرکټ نه شي کولاى.))
د هغه په وينا، هغه سيمې چې کنټرول يې د طالبانو په لاس کې دى، څوک نه شي کولاى په کې کرکټ، فوټبال او يا هم واليبال وکړي.
دغه راز د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو سيمې اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې تل د واليبال لوبې کېدې خو اوس طالبانو پرې بندې کړې دي.
هغه وايي: ((موږ ډېر قوي د واليبال ټېم درلود، له نورو ټيمونو سره به مو مسابقې کولې، خو طالبانو ټولې لوبې بندې کړې دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د ده يک تر څنګ په ګيرو، زنخان، رشيدان، اجرستان، ګيلان، قره باغ، اندړ او يو شمېر نورو سيمو کې طالبانو د ټولو لوبو پر کولو بنديز لګولى دى.
د غزني ښار اوسېدونکى محمدالله وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کرکټ لوبې زياتې شوې او ډېر ځوانان يې مصروف کړي وو.
هغه وايي: ((د هلکانو پلرونه تللي او طالبانو ته يې شکايت کړى چې لوبې بندې کړي څو زامن يې کاروبار او مکتب ته ولاړ شي.))
د ده په وينا، طالبانو د کورنيو د شکايت پر بنسټ د کرکټ تر څنګ پر نورو لوبو هم بنديز لګولى دى.
خو په غزني کې د کرکټ بورډ مسوول عزت الله مومن يار پژواک ته وويل چې اوسمهال دوى د غزني ښار تر څنګ په اندړو، ګيلان، قره باغ، ده يک، زنخان، مقر، اب بند او ځينو نورو سيمو کې د کرکټ فعالې لوبډلې لري.
هغه وايي: ((کېداى شي په ځينو لرو پرتو سيمو کې چې واک يې له طالبانو سره وي، طالبانو د کرکټ لوبه بنده کړې وي، خو تر اوسه موږ ته چا په دې برخه کې شکايت نه دى کړى.))
مومن يار وايي، دوی په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې په دغه ولايت کې د کرکټ لپاره يوه لوى لوبغالى هم جوړ کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل پژواک ته وويل، هغه سيمې چې کنټرول يې له حکومت سره دى، د کرکټ په ګډون ټولې لوبې په کې ترسره کېږي.
هغه زياته کړه: ((کېداى شي په هغو سيمو چې زموږ په کنټرول کې نه دي، طالبانو لوبې بندې کړې وي، ځکه طالبانو خو تل خلکو ته مشکلات پيدا کړي دي.))
د امرخېل په وينا، پوليس هڅه کوي، په کومو سيمه کې که دغه ستونزې موجودې وي، نو هوارې يې کړي.
خو وسله وال طالبان بيا وايي چې دوى د لوبو پر کولو بنديز نه دى لګولى دى.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د خلکو د غوښتنې پر اساس دوى د کرکټ لوبه يوازې په کليو کې بنده کړې ده.
هغه وايي: ((خلکو موږ ته شکايت وکړ چې ځوانان د کلي په منځ کې کرکټ کوي نو موږ هم د کلي په منځ کې کرکټ بند کړ او ځونانو ته مو و ويل چې له کلي بهر په ازاده فضا کې دې کرکټ وکړي.))
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د غزني يو شمېر اوسېدونکو ويلي وو چې طالبانو په دغه ولايت کې د لوبو پر کولو بنديز لګولى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










