ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښځينه فعالانې: خوست کې د ښځو فرهنګي فعاليتونه له نشت سره برابر دي

ښځينه فعالانې: خوست کې د ښځو فرهنګي فعاليتونه له نشت سره برابر دي

author avatar
13 May 2017 - 15:32
ښځينه فعالانې: خوست کې د ښځو فرهنګي فعاليتونه له نشت سره برابر دي
author avatar
13 May 2017 - 15:32

خوست ښار (پژواک، ٢٣ غويى ٩٦): د خوست ولايت ښځينه فعالانې وايي چې د دغه ولايت د ښځو چارو رياست د بې کفايتۍ او د لازمې پاملرنې د نه شتون له امله د ښځو فرهنګي فعاليتونه له نشت سره برابر دي.

په دولتي او نادولتي غونډو کې د ښځو نه ګډون، مشاعرو ته د ورتګ نه بلنه، په خپله د ښځو له لوري له دې ډول پروګرامونو سره علاقه نه درلودل، په رسنيو او چاپي خپرونو کې برخه نه اخيستل او ځيني نور هغه څه دي چې په فرهنګي چارو کې د ښځو د نه شتون څرګندونه کوي.

د خوست د ولايتي شورا غړې وږمه ارزو په دې برخه کې د دغه ولايت د ښځو چار پر رياست نيوکه لري او وايي، دغه رياست نه غواړي د ښځو فرهنګي فعاليتونه وده او پرمختګ وکړي.

هغې پژواک اژانس ته وويل چې ياد رياست نه په خپله د ښځو لپاره د فرهنګي پروګرامونو د جوړولو نيت لري او نه هم له نورو ښځينه فعالانو سره په دې برخه کې مرسته کوي.

ارزو زياته کړه: ((موږ چې کله کوم پروګرام درلود، د ښځو چار رياست څخه مو مرسته غوښتې چې يو شمېر ښځې راخبرې کړي، خو هېڅ همکاري يې نه ده کړې. اصلاً د دغه رياست دروازه د ښځو پر مخ تړلې ده.))

وږمې ارزو وويل چې که په ياد رياست کې بنسټيز اصلاحات او بدلون رامنځته نه شي، فکر نه کوي چې په خوست کې د ښځو فرهنګي فعاليتونه د پخوا په څېر بيا را ژوندي شي.

هغه وايي : ((پخوا موږ ډېر پروګرامونه درلودل، ښځو په کې پراخ ګډون کاوه، خو اوس د ښځو چار رياست فلج شوی، په دې سره د ښځو فعاليتونه هيڅ نشته او د پرمختګ مخه يې ډب شوې ده)).

مدني فعال بوستان وليزی بيا ځيني کلتوري محدوديتونه او په يو شمېر مواردو کې امنيتي ګواښونه له دې لاملون بولي چې په خوست کې د ښځو د فرهنګي فعاليتونو په مخ کې خنډ ګرځېدلي دي.

ده وويل چې که په دې برخه کې عامه پوهاوی وشي او د بسپنه ورکوونکو ادارو پاملرنه او ملاتړ راجلب شي، ښايي په فرهنګي چارو کې د ښځو ونډه زياته شي.

خو بوستاني وليزي هم د دغه ولايت د ښځو چار پر رياست تور ولګاوه چې فلج شوی او ويې ويل چې په ياده برخه کې يې هېڅ ډول کار نه دی کړی او نه يې د کولو وړتيا لري.

وليزي وويل: ((که د ښځو چارو رياست وړتيا ولري، د بهرنيو ډونرانو پاملرنه راجلبولی شي. بهرني ډونران علاقه هم لري چې د ښځو د پرمختګ لپاره پانګونه وکړي)).

په سوېل ختيځ زون کې د بشرحقونو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر د ښځو د څانګې مشرې زرمينې شمس وايي، چې افغان دولت د ښځو پرمختګ ته د پخوا په څېر پاملرنه نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.