منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ښځينه فعالانې: خوست کې د ښځو فرهنګي فعاليتونه له نشت سره برابر دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۳۸ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٢٣ غويى ٩٦): د خوست ولايت ښځينه فعالانې وايي چې د دغه ولايت د ښځو چارو رياست د بې کفايتۍ او د لازمې پاملرنې د نه شتون له امله د ښځو فرهنګي فعاليتونه له نشت سره برابر دي.

په دولتي او نادولتي غونډو کې د ښځو نه ګډون، مشاعرو ته د ورتګ نه بلنه، په خپله د ښځو له لوري له دې ډول پروګرامونو سره علاقه نه درلودل، په رسنيو او چاپي خپرونو کې برخه نه اخيستل او ځيني نور هغه څه دي چې په فرهنګي چارو کې د ښځو د نه شتون څرګندونه کوي.

د خوست د ولايتي شورا غړې وږمه ارزو په دې برخه کې د دغه ولايت د ښځو چار پر رياست نيوکه لري او وايي، دغه رياست نه غواړي د ښځو فرهنګي فعاليتونه وده او پرمختګ وکړي.

هغې پژواک اژانس ته وويل چې ياد رياست نه په خپله د ښځو لپاره د فرهنګي پروګرامونو د جوړولو نيت لري او نه هم له نورو ښځينه فعالانو سره په دې برخه کې مرسته کوي.

ارزو زياته کړه: ((موږ چې کله کوم پروګرام درلود، د ښځو چار رياست څخه مو مرسته غوښتې چې يو شمېر ښځې راخبرې کړي، خو هېڅ همکاري يې نه ده کړې. اصلاً د دغه رياست دروازه د ښځو پر مخ تړلې ده.))

وږمې ارزو وويل چې که په ياد رياست کې بنسټيز اصلاحات او بدلون رامنځته نه شي، فکر نه کوي چې په خوست کې د ښځو فرهنګي فعاليتونه د پخوا په څېر بيا را ژوندي شي.

هغه وايي : ((پخوا موږ ډېر پروګرامونه درلودل، ښځو په کې پراخ ګډون کاوه، خو اوس د ښځو چار رياست فلج شوی، په دې سره د ښځو فعاليتونه هيڅ نشته او د پرمختګ مخه يې ډب شوې ده)).

مدني فعال بوستان وليزی بيا ځيني کلتوري محدوديتونه او په يو شمېر مواردو کې امنيتي ګواښونه له دې لاملون بولي چې په خوست کې د ښځو د فرهنګي فعاليتونو په مخ کې خنډ ګرځېدلي دي.

ده وويل چې که په دې برخه کې عامه پوهاوی وشي او د بسپنه ورکوونکو ادارو پاملرنه او ملاتړ راجلب شي، ښايي په فرهنګي چارو کې د ښځو ونډه زياته شي.

خو بوستاني وليزي هم د دغه ولايت د ښځو چار پر رياست تور ولګاوه چې فلج شوی او ويې ويل چې په ياده برخه کې يې هېڅ ډول کار نه دی کړی او نه يې د کولو وړتيا لري.

وليزي وويل: ((که د ښځو چارو رياست وړتيا ولري، د بهرنيو ډونرانو پاملرنه راجلبولی شي. بهرني ډونران علاقه هم لري چې د ښځو د پرمختګ لپاره پانګونه وکړي)).

په سوېل ختيځ زون کې د بشرحقونو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر د ښځو د څانګې مشرې زرمينې شمس وايي، چې افغان دولت د ښځو پرمختګ ته د پخوا په څېر پاملرنه نه لري.

هغې له پژواک اژانس سره په خبرو کې په ياده برخه کې د خوست د ښځو چارو د رياست پر مسوولينو کلکه نيوکه درلوده، چې ګنې د بې کفايتۍ له امله نه شي کولای، په فرهنګي فعاليتونو کې ښځې ونډې اخيستنې ته وهڅوي.

ده زياته کړې: ((موږ ګورو چې د خوست د ښځو چارو د رياست له لوري لکه د پخوا په پرتله چې غونډې به يې لرلې، اوس کمرنګه دي، ځکه رياست دا وړتيا نه لري، چې ښځې راغواړي، پروګرامونه ورته جوړ کړي او ويې هڅوي)).

د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د ملاتړ څانګې مسووله زرمينه شمس اندېښنه څرګندوي، چې که دغې برخې ته له سره پاملرنه ونه شي، راغلې لاسته راوړنې له رکود سره مخ کېدای شي.

مدني فعاله ناديه باوري وايي، که د ښځو چارو رياست په خوست کې د ښځو شته فرهنګي ټولنې راټولې کړې وای، اوس به په دې برخه کې هيڅ ستونزه نه وه موجوده.

د ښځو چارو رياست کولای شي، چې د مالي ملاتړ کوونکو پاملرنه راجلب کړي او بيا له دې لارې د ښځو فرهنګي چارو ته پرمختګ او پراختيا ورکړي.

هغې وويل: ((دا مسووليت د ښځو چارو رياست دی، چې بايد د ښځو فرهنګي فعاليتونه سره تنظيم کړي. زموږ غوښتنه دا چې ياد رياست دې خپل مسووليت ترسره کړي.))

د خوست يوه مدني فعاله زينب افغان وايي، د نورو لاملونو سربېره ځينې کلتوري محدوديتونه په جوړېدونکو غونډو او نورو فرهنګي پروګرامونو کې د ښځو د ونډې مخه ډب کړې ده.

هغې پژواک اژانس ته وويل، د يو شمېر خلکو له لوري له بېلابېلو لارو د نجونو ځورونه ددې لامل شوې، چې په پايله کې يې کورنۍ د ښځو پروړاندې د فرهنګي، مدني او ټولنيزو فعاليتونو خنډ جوړېږي.

زينب افغانوويل: ((د ښځو چارو رياست بايد په دې برخه کې عامه پوهاوی زيات وکړي، څو موږ ته دا زمينه برابره شي چې په پروګرامونو کې ګډون وکړو او خپل غږ پورته کړو)).

په ورته وخت کې د خوست د ښځو چارو رئيسه ډاکټر ملالۍ ولي دا مني، چې ګني رياست يې بې کفايته دی او يا د دوی د کمزوري مديريت له کبله د ښځو فرهنګي فعاليتونه کمرنګه شوي دي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، چې نه يواځې په خپلو پروګرامونو، بلکې د ولايت په کچه په نورو جوړېدونکو غونډو او پروګرامونو کې د بلنې په صورت کې هر ځل سلګونه ښځې ګډون کوي.

دې وويل، چې د ښځو فرهنګي چارو د ښه کېدو ترڅنګ يې د ښځو ژوند د نورو اړخونو د پرمختګ لپاره هم پوره هلې ځلې کړې، خو په دې برخه کې د بهرنيو بسپنه ورکوونکو ملاتړ ته جدي اړتيا لري.

ملالۍ ولي زياته کړه: ((زموږ رياست يواځې پاليسي جوړوونکی او نظارت کوونکی رول لري. موږ په خپله اختصاصي بوديجه نه لرو چې په خپله يې موږ ولګوو)).

هغې دغه راز وويل چې د امريکانړيوالې پرمختيايي ادارې او ځينو نورو مرستندويه ادارو ته يې پروپوزل ورکړي او هيله څرګندوي چې د ښځو ژوند د ښه والي لپاره ورته اغېزناک پروګرامونه جوړ کړي.

په همدې حال کې د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، ولايتي اداره پوره هڅه کوي چې د فرهنګي فعاليتونو سربېره د ښځو لپاره د هر اړخيز پرمختګ اسانتياوې رامنځته کړي.

نوموړي زياته کړه، ددې لپاره چې د ښځو د پرمختګ په مخ کې شته کلتوري خنډونه له منځه يوسي، د عامه پوهاوي پروګرامونو کې د ټولنې د بانفوذه مشرانو له همکارۍ څخه برخمن دي.

ځدراڼ پژواک ته وويل: ((موږ هڅه کوو چې د پوهنې، حج او اوقافو رياستونو، د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د سيمه ييزو رسنيو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر کړو، څو د ښځو په ژوند کې نور بهبود رامنځته شي)).

د يادونې وړه، چې د خوست په مرکز او ځينو ولسواليو کې د ښځو ۱۵ بېلابېلې فرهنګي او مدني ټولنې ثبت شوې، خو پرته له کوم فعاليت څخه يواځې تش په نوم ټولنې پاتې شوې دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې