Language

د سپین بولدک لارې خلاصول او نه خلاصول د مرکزي ادارې صلاحیت دی

کندهار (پژواک، ۲۳ غویی ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان وايي د سپین بولدک لارې خلاصول او نه خلاصول د مرکزي ادارې صلاحیت دی او په دې اړه نور په ټيټه کچه له پاکستاني چارواکو سره خبرې نه کوي.

د سپین بولدک لار چې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د دغې ولسوالۍ د لقمان کلي پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله تړل شوې، نن په نهمه ورځ هم د هر راز تګ راتګ لپاره تړلې ده.

که څه هم پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې وه چې تېره ورځ دغه لاره خلاصه کړي، خو د کندهار امنیه قوماندان وویل، تر هغه چې د دواړو هېوادونو تر منځ دغه شخړه په بنسټیزه توګه نه وي حل شوې لاره به تړلې وي.

په دې اړه نن د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل، د لارې خلاصول او نه خلاصول اوس د مرکزي ادارې صلاحیت دی.

هغه زیاته کړه، نور په دې اړه په ټيته کچه له پاکستاني لوري سره خبرې نه کوي.

ده له مرکزي ادارې وغوښتل چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سرغړونو په اړه له پاکستاني لوري سره غوڅې خبرې وکړي او نور د هغوی د سپین سترګۍ مخنیوی وکړي.

دی وايي، پاکستان نه یوازې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سرغړونې کوي، بلکې تل یې د لارې بندولو او خلاصولو واک له ځان سره ساتلي او ډېر مهال چې په دغه هېواد کې یوه وړه پیښه هم وشي نو له افغانستان سره لارې تړي.

جنرال رارق د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستاني لوري تازه سپین بولدک ته څېرمه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اضافي ځواکونه او زغره وال ګاډي ځای پر ځای کړي وویل، له دې څخه تشویش نه لري.

هغه زیاته کړه، د پاکستان د سرغړونو او تېري پر وړاندې امنیتي ځواکونه او ټول ولس ولاړ دی او په دې برخه کې یې روحیه ډېره اوچته ده.

په سپین بولدک کې د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ تېره جمعې ورځ له هغه وروسته نښته وشوه چې پاکستاني مامورین له ډیورنډ کرښې را اوښتي وو او د افغانستان په خاوره کې يې سرشمېرنه کوله.

وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اوربند وشو او پرېکړه وشوه چې د افغانستان او پاکستان تخنیکي ټيمونه به موضوع څېړي.

د دواړو هېوادونو ټیمونو د سپین بولدک او چمن تر منځ پر ډیورنډ کرښه د پرتو يادو د دوو کلیو د ملکیت معلومولو څېړنې بشپړې کړي خو پایلې یې لا نه دي اعلان شوي.

login or register a new account.