ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار له محبسه د درېيو ښځو په ګډون ۳۲ بنديان خوشي شول

د ننګرهار له محبسه د درېيو ښځو په ګډون ۳۲ بنديان خوشي شول

author avatar
14 May 2017 - 14:06
د ننګرهار له محبسه د درېيو ښځو په ګډون ۳۲ بنديان خوشي شول
author avatar
14 May 2017 - 14:06

جلال اباد (پژواک، ۲۴ غويی ٩۶): د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د ننګرهار له محبس څخه د درېيو مېرمنو په ګډون دوه دېرش بنديان ازاد او خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره د غويي په ۲۴مه پژواک اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې د ننګرهار محبس عمومي مدير ميرحضرت ستانکزي له قوله راغلي چې ياد بنديان د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت د ولسمشر د ۲۵۹مې ګڼې فرمان له مخې ازاد شول .

نوموړی وايي چې د ازاد شوو بنديانو دوسيې لومړی د ګډ ټاکل شوي کمېسيون له لوري وڅېړل شوې او له هغه وروسته د درېيو مېرمنو په ګډون دوه دېرش هغه بنديان چې د جنايي جرمونو له مخې بنديان شوي وو، له محبس څخه ازاد او خپلو کورنيو ته وسپارل شول .

هغه زياته کړې چې د ننګرهار محبس ۷۷ کاله وړاندې د پنځوسو بنديانو د ساتلو لپاره جوړ شوی و چې اوس مهال په کې د پنځه ويشت مېرمنو په ګډون شپاړس سوه دېرش تنه د بند شپې ورځې تېروي .

ستانکزي وايي، ټاکل شوې د راتلونکي يونيم کال په اوږدو کې د نوي محبس د جوړېدو چارې پيل شي، چې د درې زره بنديانو د ساتلو ظرفيت به ولري.

د ننګرهار استيناف څارنوالۍ مرستيال سيد شريف الله له ازاد شوو بنديانو غوښتنه وکړه چې له دې وروسته په ټولنه کې د غير شرعي او ناقانونه کړنو له ترسر کولو ډډه وکړي .

د خوشي شوو بنديانو له ډلې شريف الله وويل چې پر خپل کړي جرم پښېمان دی او بيا به هېڅکله هم د قانون خلاف عمل ونه کړي.

ده وويل چې محبس ورته د يو مکتب په څېر ډېر څه زده کړل او کولی شي چې خپل راتلونکی ژوند پرې په ښه شکل ترسره کړي.

د يادولو ده، اوسمهال په ننګرهار محبس کې د ۳۰ ښځو په ګډون ۱۵۱۰ بنديان موجود دي چې د چارواکو په وينا، د بېلابېلو جرمونو ترسره کوونکي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.