ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د کتاب ورځې په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

په خوست کې د کتاب ورځې په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

author avatar
15 May 2017 - 13:56
په خوست کې د کتاب ورځې په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو
author avatar
15 May 2017 - 13:56

خوست ښار (پژواک، ٢٥ غويى ٩٦): په خوست کې د کتاب لوستنې اوونۍ د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د کتابونو د اووه ورځني نندارتون په جوړولو سره ونمانځل شوه.

د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس محمدامين شاه الفت د نندارتون د پيل د مراسمو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې په دغه نندارتون کې شاوخوا ۱۳زره بېلابېل ډول عنوانه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه وويل، په ياد شمېر کتابونو کې چې پر پښتو او دري ژبو سربېره په ځينو بهرنيو ژبو ليکل شوي، کتابونه هم شامل دي او يو شمېر يې په دې وروستيو کې دغه کتابتونه د ځينو کسانو له لوري ډالۍ شوي دي.

الفت زياته کړه چې د کتابونو د نندارتون له جوړېدو يې موخه دا ده څو وکولای شي ځوانان او نور خلک مطالعې ته وهڅوي او په ټولنه کې د مطالعې کلتور پياوړی شي.

دى وايي: ((غواړو د مطالعې دود زيات شي او ډېر خلک مطالعه وکړي. نندارتون د اوو ورځو لپاره دوام کوي. د مطالعې مينه والو ته مو بلنه ورکړې چې له نندارتون څخه لېدنه وکړي.))

ژورنالېست محمد زمان نظري وايي چې د پوهنتون، دارالمعلمين او د يو شمېر نورو ښوونيزو مرکزونو په جوړېدو سره په خوست کې د کتاب لوستنې کلتور تر ډېره بريده پياوړی شوی دی.

نظري وويل: ((نه يوازې محصلينو او استادانو کتاب لوستنې ته مخه کړې، بلکې د ښوونځيو زده کوونکو هم تر ډېره بريده د بېلابېلو کتابونو لوستلو ته مخ کړې ده. دا لړۍ مياشت تر بلې پياوړې کېږي.))

په خوست کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو مدير محمدانور زاهد پژواک اژانس ته وويل، که چېرې د کتابونو کيفيت او څرنګوالي ته پاملرنه زياته شي، نو په ټولنه کې د کتاب لوستونکو د شمېر په زياتېدو کې ډېره مرسته کوي.

هغه په ټوليز ډول له ټولو ليکوالانو غوښتنه وکړه چې د خپلو لوستونکو د اړتيا له مخې کتابونه او نور مطالب وليکي او وروسته يې ټولنې ته وړاندې کړي.

زاهد زياته کړه: ((هغه مهال د ځوانانو په منځ کې د مطالعې کلتور پياوړی کولای شو، چې دوی دا احساس کړي، چې دا يو ضرورت دی او دا ضرورت هغه وخت حس کولای شي، چې په دې دوی پوه شي، چې ته نه پوهېږې او کتاب دې پوهوي)).

د يادونې ده، له تېرو شپږو کلونو راهيسې په خوست کې د کتاب لوستنې اونۍ د کتابونو د نندارتون په جوړېدو سره نمانځل کېږي.

د خوست ځوانان په داسې حال کې کتاب لوستلو ته هڅول کېږي چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې په دې ولايت کې نږدې سل بېلابېل کتابونه په پښتو ژبه تر ليکلو وروسته چاپ او خپاره شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.