کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۹۶): د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په سردار مدد خان څلور لارې کې دوه چاودنې شوي چې یو ملکي وګړی په کې وژل شوی او د دریو پولیسو په ګډون په کې ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
پیښه نن ماښام څه کم نهه بجې وشوه.
په دې اړه د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې لومړی پر یوه سرپ موټر چسپکي ماین چاودنه کړې، وروسته چې پولیس او خلک د مرستې لپاره ورغلي دویمه چاودنه شوې ده.
هغه زیاته کړه، دویمه چاودنه په زرنج موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده چې همدلته نژدې په پارکینګ کې درول شوی و.
دی وايي، په دې پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی، ۳ پولیس او ۷ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
خپلواک وویل، د پیښې ټپیان میرویس روغتون ته رسول شوي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا درانی هم وايي چې په دې پیښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د دریو پولیسو په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
دی وايي، د برید موخه پولیس وو چې همدلته په ساحه کې د تالاشۍ لپاره ولاړ وو.
د کندهار ښار د میرویس روغتون سرطبیب پژواک خبري اژانس ته وویل چې روغتون ته د یوه وژل شوي ملکي وګړي جسد او ۱۲ ټپیان وروړل شوي چې درې یې پولیس دي.
نوموړي وویل، د ټپیانو درملنه پیل شوې او روغتیايي حالت یې ښه دی.
د پیښې یو عیني شاهد اسد الله چې په مدد څلورلارې کې دوکان لري پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړۍ چاودنه وړه وه خو دویمه چاودنه ډېره زوروره وه چې د نژدې دوکانونو او ودانیو ښیښې او دروازې يې هم ماتې کړي دي.
دی وايي، له پیښې وروسته ټول خلک په منډو وو او هر چا هڅه کوله چې خوندي سیمو ته ځانونه ورسوي.
login or register a new account.