کندهار (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۶): د سپین بولدک لارې د بندېدو له امله نه یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو تګ راتګ ځنډېدلى، بلکې سوداګریزې چارې هم په ټپه درېدلې دي.
دغه لار د غويي میاشتې په ۱۵مه هغه مهال وتړل شوه چې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د لقمان او جهانګیر په کلیو کې نښته وشوه.
که څه هم له تېرو ۲۲ ورځو راهیسې یاده شوې رسمي لار تړلې ده خو خلک اړ شوي د ډېرې سختې مجبورۍ له امله د کرښې په اوږدو کې پر نورو فرعي لارو په پټه ساعتونه پلی تګ راتګ وکړي او په ځینو مواردو کې خوراکي توکي او مېوې له پاکستان څخه راوړي.
دغې چارې د کرښې په دواړو غاړو کې ځینو لار بلدو وګړو ته چې دلته یې په عامه اصطلاح لغړیان بولي د ډېرو پیسو د پیدا کولو موقع برابره کړې ده چې خلک یې ظلم ګڼي.
هغوی له هر کس څخه د را اړولو په بدل کې له ۲ تر ۳ زره پاکستانۍ کلدارې اخلي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی ننګیالی یو له هغو کسانو دی چې په پټه یې پر همدې لارو پلی مزل کړی او په ډېر کړاو یې ځان له کویټې څخه کندهار ته رسولی دی.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته خپله کیسه داسې وکړه: ((شاوخوا څلور اوونۍ مخکې د خپلو دوستانو په واده کې د ګډون لپاره کویټې ته لاړم، زما له تګ دوې ورځې وروسته لار وتړل شوه، پوره درې اوونۍ مې د لارې خلاصېدو ته انتظار وکړ خو لار خلاصه نه شوه، بالاخره مجبور شوم هر ډول کړاو پر ځان ومنم او تر خپل کور پورې ځان ورسوم، ځکه ماشومان مې یوازې پاتې وو.))
هغه زياته کړه، دوې ورځې وړاندې یې له کویټې چمن ته ځان را ورساوه او هلته یې د یوه چا په وسیله له یوه لار بلدي کس سره خبره وکړه، هغه له ده یې سپین بولدک ته د اړولو په بدل کې د ۲۰۰۰ کلدارو غوښتنه وکړه.
دی وايي، هغه کس ورته وویل چې تر لمر لوېدو به انتظار کوي، چې کله تياره شوه؛ نو حرکت به کوي.
نوموړي زیاته کړه: ((ورځ مې په چمن کې تېره کړه، چې ماښام شو نو هغه لار بلد کس راسره اړیکه ونیوله، دشپې په تیاره کې مو مزل پیل کړ، د لارې په اوږدو کې ډله ډله نور کسان هم راسره یو ځای کېدل چې زما په څېر مجبورۍ په مخه کړي وو، ځینې د خپلو کارونو او اړتیاوو او ځینې نور د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو چې هلته په ورځو ورځو بند پاتې وو او اوس بیرته خپلو کورونو ته روان وو.))
دی وايي، لار بلدي کسان دوه درې تنه وو چې له هر یوه یې ۲ او ۳ زره کلدارې اخیستې وې، هغوی مخکې او دوی ورپسې وو.
دی وايي، هومره تیاره وه چې د لاس ګوتې هم نه ښکارېدې، چا ته د خبرو کولو اجازه نه وه ځکه وېره وه چې د سرحدي ځواکونو له خوا به ونیول شي، په همدې حالت کې یې په دښتو او د کلیو تر منځ پوره درې ساعته پلی مزل وکړ چې بالاخره کرار کرار له لیرې رڼاګانې ښکاره کېدې او همدا د سپین بولدک بازار و.
login or register a new account.