کندهار (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۶): د افغانستان او هندوستان تر منځ د هوايي کارګو دویمه الوتکه له کندهاره د ډیلي په لور روانه شوه چې په کې ۴۰ ټنه مېوه بار وه.
په دې اړه په کندهار هوايي ډګر کې یو لړ مراسم جوړ شوي وو چې د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا، د هېواد د سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي یونس مومند، په کندهار کې د هند جنرال کونسل نریندرپال سینګ، د کندهار د سوداګرۍ خونو مسوولینو، د ولایتي شورا غړو، سوداګرو او نورو ګډون کړی وو.
د کندهار والي زلمي ویسا وویل، په دې الوتکه کې وچه مېوه او طبي نباتات شامل وو چې نن له کندهاره د هوا له لارې هندوستان ته لېږل کېږي.
هغه زیاته کړه چې د لندې مېوې د حاصلاتو د موسم له را رسېدو سره به انګور، انار او نورې مېوې هم لېږل کېږي.
د ده په خبره، د افغانستان- هند هوايي سوداګريز دهلېز چې څو ورځې مخکې د ولسمشر او یو شمېر نورو چارواکو له خوا پرانیستل شوى، د ټول هېواد، په ځانګړې توګه د کندهار د سوداګرو لپاره ښه زېری دی، ځکه کندهار او دا حوزه د هېود په کچه د وچې او لندې مېوې لوی مرکز ګڼل کېږي.
دی وايي، په دې توګه به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري او اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
خو والي ټینګار وکړ چې سوداګر باید د مېوو بسته بندۍ او د مېوو کیفیت ته ډېر پام وکړي او له نړیوال معیار سره یې سم کړي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي یونس مومند پژواک اژانس ته وویل، له تېر یوه کار راهیسې مرکزي ادارې د افغانستان- هند هوايي سوداګریز دهلېز د پرانیستلو لپاره هڅې کولې.
هغه وویل، د یاد شوي دهلېز له پرانیستلو سره افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ او اقتصادي ودې ښه فرصتونه برابر شوي دي.
د کندهار د سوداګري خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا هم پژواک ته وویل چې نن هند ته د هوا له لارې ۴۰ ټنه مېوه او طبي بوټي صادر شول.
د کندهار د انګورو باغ لرونکي او د لندې مېوې سوداګر د افغانستان- هند هوايي سوداګریز د هلېز هرکلی کوي او دا د صادراتو په برخه کې لوی پرمختګ بولي.
د کندهار د لندې مېوې یوه سوداګر جلال الرحمن پژواک ته وویل، په کندهار هوايي ډګر کې د مېوو د لېږد لپاره هنګرونه، سړې خونې او سکنر نشته چې صادرات په اسانۍ او لنډ وخت کې وشي.
login or register a new account.