کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۶): ولسمشر غني د نفت او ګاز د زېرمو له پلوه د پکتيکا ولايت غني او د لويې پکتيا پرمختګ يې پر شته کاني زېرمو پورې تړلی وباله او ويې ويل چې له يادو کاني زېرمو ګټه اخيستنه د سوېلي سيمو د لا پرمختګ لامل ګرځي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د لويې پکتيا او د کابل د ختيځ له مشرانو، متنفذينو، ځوانانو، مدني او سياسي فعالانو سره د کتنې پر مهال وکړې.
له ارګه پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د سلګونو کسانو په ګډون ترسره شوه او د ګډونوالو په استازيتوب د لويې پکتيا ځوانانو د ګډې جرګې مشر لايق شاه ځدراڼ، زمرد خان منګل، ويس عبدالرحيمزي، حمدالله همدرد او ضياءالحق فضلي د خوست، لوګر، پکتيا او پکتيکا د اوسېدونکو په استازيتوب په ټولنيزو، سياسي، تحصيلي او فرهنګي برخو کې خپل وړانديزونه او غوښتنې ولسمشر ته وړاندې کړې.
سرچينه زياتوي، د خوست د خلکو په استازيتوب زمرد خان منګل خبرې وکړې او د غلام خان مواصلاتي لارې د پرانيستنې، د شيخ زايد پوهنتون د ودانۍ د بيارغاونې او د دغه پوهنتون تجهيز او اکمال، د کادري روغتون جوړولو، د بندونو جوړولو، د ځنګلونو د احيا، کرنيزو محصولاتو لپاره د مارکېټ موندلو، ښې حکومتولۍ په ځانګړي ډول د ولسواليو په کچه او د منازعو د حل په برخه کې د هغه ولايت اړتياوې ولسمشر ته مطرح کړې.
login or register a new account.