منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د لویې پکتیا کاني زېرمې د دې سیمې د پرمختګ لامل کېدای شي”

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۶): ولسمشر غني د نفت او ګاز د زېرمو له پلوه د پکتيکا ولايت غني او د لويې پکتيا پرمختګ يې پر شته کاني زېرمو پورې تړلی وباله او ويې ويل چې له يادو کاني زېرمو ګټه اخيستنه د سوېلي سيمو د لا پرمختګ لامل ګرځي.

دغه څرګندونې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د لويې پکتيا او د کابل د ختيځ له مشرانو، متنفذينو، ځوانانو، مدني او سياسي فعالانو سره د کتنې پر مهال وکړې.

له ارګه پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د سلګونو کسانو په ګډون ترسره شوه او د ګډونوالو په استازيتوب د لويې پکتيا ځوانانو د ګډې جرګې مشر لايق شاه ځدراڼ، زمرد خان منګل، ويس عبدالرحيمزي، حمدالله همدرد او ضيا‌ءالحق فضلي د خوست، لوګر، پکتيا او پکتيکا د اوسېدونکو په استازيتوب په ټولنيزو، سياسي، تحصيلي او فرهنګي برخو کې خپل وړانديزونه او غوښتنې ولسمشر ته وړاندې کړې.

سرچينه زياتوي، د خوست د خلکو په استازيتوب زمرد خان منګل خبرې وکړې او د غلام خان مواصلاتي لارې د پرانيستنې، د شيخ زايد پوهنتون د ودانۍ د بيارغاونې او د دغه پوهنتون تجهيز او اکمال، د کادري روغتون جوړولو، د بندونو جوړولو، د ځنګلونو د احيا، کرنيزو محصولاتو لپاره د مارکېټ موندلو، ښې حکومتولۍ په ځانګړي ډول د ولسواليو په کچه او د منازعو د حل په برخه کې د هغه ولايت اړتياوې ولسمشر ته مطرح کړې.

دغه راز ويس عبدالرحيمزي د لوګر ولايت د خلکو په استازيوب د پوهنې برخې د اصلاحاتو او پياوړتيا او همدا راز د درسي ودانيو جوړولو، روغتيايي خدمتونو رسولو د بهير چټکتيا، د کادري روغتون جوړولو او په دې برخه کې د مسلکي کدرونو د جذب، تحصلي بورسونو، اشتغال رامنځته کولو، د کرنیز سکتور پياوړتيا، د بندونو او سړکونو جوړولو او د امنيت د تأمين په برخو کې خپل وړانديزونه له ولسمشر غني سره شريک کړل.

په دې ناسته کې حمدالله همدرد د پکتيا د خلکو په استازيتوب، د اصلاحاتو تأمين، د امنيتي بنسټونو د مسلکي او غير سياسي کېدو، د پوهنې په سکتور کې د اصلاحاتو، د مسلکي ښوونکو د جذب او دغه راز د تړل شوو ښوونځيو د پرانيستلو، په ادارو کې د کمېشنکارانو د فعاليت د مخنيوي، د دغه ولايت پوهنتون ته پاملرنه او له نړيوالو پوهنتونونو سره د اړيکو ټينګښت، د ولسي تړون پروګرام د کاري بهير ګړندي کولو، د معياري روغتون جوړولو، په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اصلاحاتو، د پراختيايي برنامو د پلي کېدو، په کليدي پوستونو کې د وړ کسانو د ګومارنې، د ولسواليو په شوراګانو کې د مسلکي کسانو پر ګومارنې، په اصولي ډول د ګمرک د عوايدو راټولولو، د برېښنا انرژۍ تامين او له خلکو سره د حکومت د مشورې بهير دوام په برخو کې خپلې غوښتنې محمد اشرف غني ته مطرح کړې.

همدارنګه د پکتيکا ولايت د خلکو په استازيتوب ضيا‌ءالحق فضلي د امنيت د ټينګښت، د مواصلاتي لارو د پرانيستنې، د دغه ولايت د پوهنتون د ودانۍ جوړولو، د ارګون او کټواز د بندونو جوړولو، د اقتصادي برنامو پلي کېدو، د ځوانو کدرونو د جذب، د ارګونـ خوست سړک جوړولو، له اداري فساد سره د مبارزې، د مجهز روغتون جوړولو په برخو کې د ياد ولايت د خلکو غوښتنې او وړانديزونه له ولسمشر سره شريک کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د لويې پکتيا د خلکو د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدو وروسته د هغوی غوښتنې برحقه وبللې، ويې ويل: "حکومت د تېرو دوه نيمو کلونو په ترڅ کې اقتصادي او انکشافي برنامې له شمالي او غربي ولايتونو څخه پيل کړې او له دې وروسته به دغه بهير سوېلي او شرقي ولايتونو ته هم وغځول شي."

هغه زياته کړه: "ما خپل بهرنی سياست له ترکمنستان څخه پيل کړ او د لويو ترانزيټي پروژو په تطبيق سره اوس خلک باور لري چې افغانستان په يو مسير پورې له تړاو څخه خلاص شوی او ډېر ژر د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ له ترکمنستان سره نښلول کېږي او د حيرتان بندر پياوړتيا او د اوسپنې پټلۍ له لارې د چين او ايران وصل کېدل به دغه اړيکې لا پياوړې کړي."

ولسمشر د پراختيايي او اقتصادي برنامو د پلي کېدو او سياسي مشارکت لپاره د عملي تګلارې په رامنځته کولو ټينګار وکړ او له هغوی يې وغوښتل چې خپل مشخص نظرونه او وړانديزونه ترتيب او په نږدې راتلونکي کې پرې په ګډه بحث وشي.

اشرف غني پکتيکا ولايت د تېل او ګازو د زېرمو له پلوه بډای وباله او د دې زېرمو پر تثبيت يې ټينګار وکړ.

هغه وويل، د پکتيکا د تېلو او ګازو له طبيعي زېرمو څخه ګټه اخيستنه کولی شي چې د لوېديځو سيمو د لا پرمختګ لامل شي.

هغه د لويې پکتيا راتلونکی انکشاف د هغې پر کانونو پورې تړلی وباله او د لويې پکتيا له خلکو يې وغوښتل چې په دې برخه کې دې پانګوال تشخيص او پر کانونو په ځانګړي ډول د کرومايټ پر کان د پانګونې زمینه برابره کړي.

د هېواد ولسمشر د اوبو د مديريت په اړه وويل: "اته لوی شرکتونه په دې برخه کې کار کولو ته چمتو دي او زموږ داخلي پانګوال کولای شي،په دې برخه کې پانګونه وکړي."

ولسمشر غني وويل: "زموږ اراده او توجه د لويو پلانونو تطبيق ته ده، څو د خلکو په ژوند کې بنسټيز بدلونونه راشي."

هغه زياته کړه، د روغتيا په برخه کې جدي ستونزې شته او بايد بنسټيز اصلاحات رامنځته شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست