Language

د ماین پاکۍ یوه پروژه کې به د کندهار  لسګونه ځوانان په کار  وګومارل شي

کندهار (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۶): د "هيلو ټرسټ" په نوم یوه مرستندویه اداره په کندهار کې د ماین پاکۍ یوه نوې پروژه پیلوي چې لسګونه کسان به په کې په کار وګومارل شي.

دغه څرګندونې د یادې شوې ادارې مسوولینو د کندهار ولایت له مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب سره په لیدنه کې وکړې.

د هیلو ټرسټ موسسې اړوند د دغې پروژې مسوول ډاکټر نصیر وویل، د ماین پاکۍ دغه بشردوستانه پروژه د کندهار په ډنډ، دامان او ارغنداب ولسوالیو کې پیلوي.

هغه زیاته کړه، دوى په ټول هېواد کې د ماين پاکۍ په برخه کې ٢٨٠٠ کسان لري، او په کندهار کې پيل شوې پروژه کې به ٣٠ ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، چې سیمې به د جګړې له پاتې شونو خطرناکو چاودېدونکو توکو او ماینونو پاکوي.

د ده په خبره، په دې توګه به ځايي خلک وکړای شي ازادانه تګ راتګ وکړي او له خپلو ځمکو د کرکیلې او نورو اړتیاوو لپاره سمه ګټه واخلي.

دی وايي، اوسمهال به دغه پروژه ۶ میاشتنۍ وي خو وروسته به یې د وخت د غځېدا لپاره هڅې وکړي.

د کندهار ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب د دې پروژې هرکلی وکړ او ویې ویل، په دې پروژه کې به د سیمې اوسېدونکي د خپلو وړتیاوو له مخې په دندو وګومارل شي.

نوموړي د هیلو ټرسټ موسسې له مسوولینو وغوښتل چې دغه پروژه دې د کندهار نورو ولسوالیو ته هم وغځوي، څو له یوې خوا سیمې له ماینونو پاکې او د خلکو ژوند خوندي شي او له بلې خوا ځوانان په کار وګورمارل شي.

د یادولو ده چې د هیلو ټرسټ په نوم اداره له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ماین پاکۍ په برخه کې کار کوي.

login or register a new account.

Related Topics