کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): د کرنې وزارت وايي، د وزارت د متخصصينو وړاندوينې ښيي چې سږ کال به هرات کې د انګورو حاصل د تېر کال په پرتله ٢٠ سلنه زيات شي.
د وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو وړاندوينو پر بنسټ به سږ کال د هرات د انګورو حاصلات ١١٠ زره ټنه وي. په داسې حال کې چې تېر کال ددغه ولايت د انګورو له تاکنونو ٩٥ زره ټنه حاصل اخيستل شوى و.
سرچينې زياته کړه چې د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، اوسمهال په هرات کې پر ٣٩٥٠٠ جريبه ځمکه د انګورو تاکونه اېښودل شوي دي. دا تاکنونه تر ډېره پورې په انجيل، ګذره، پښتون زرغون او اوبه ولسوالۍ کې موقعيت لري.
د وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د انګورو د حاصلاتو د ډېرېدو، په نورو ولايتونو کې د معياري او صحي حاصلاتو تر لاسه کولو لپاره له ټول هېواد نه ١٣٩ ډوله انګور د هرات کرنې رياست په څېړنيز فارم کې تر څېړنه لاندې نيسي.
د هرا انګور له اوچت شهرت څخه برخمن دي چې د پروسس او پر مميزو د بدلولو لپاره يې تر اوسه پورې په دې ولايت کې د کرنې وزرات له لوري ٣٠٠ کشمش خانې جوړې شوې دي.
اوسمهال د هرات ٢٥٦زره اوسېدنکي په کرنه بوخت دي چې له دې ډلې يې ١٥٠٠٠ تنه بڼوالي کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن