ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: له خوست ښار سره نښلېدونکې تړلې لار دې پرانیستل شي

خلک: له خوست ښار سره نښلېدونکې تړلې لار دې پرانیستل شي

author avatar
5 Jul 2017 - 15:07
خلک: له خوست ښار سره نښلېدونکې تړلې لار دې پرانیستل شي
author avatar
5 Jul 2017 - 15:07

خوست ښار (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): خوست د څلورو ولسواليو او د مرکز دوو واحدونو اوسېدونکي له افغان دولت او په دغه ولايت کې له بهرنيو ځواکونو غوښتنه کوي چې له خوست ښار سره نښلېدونکې عمومي لار پرانيزي.

د خوست د مرکز په ختيځه څنډه کې د زاړه هوايي ډګر تر څنګ ښار ته ننوتونکې عمومي لار شاوخوا دوې مياشتې وړاندې وروسته له هغه د خلکو پر مخ وتړل شوه چې د دې لارې پر سر پر يوې امنيتي پوسته ځانمرګی موټر بريد شوی و.

د ځاځي ميدان، باک، صبري او يعقوبي، تريزايي او مرکز اړوند د لکڼو او شمل سيمو اوسېدونکي اوسمهال ښار ته له فرعي لارو ننوځي، چې له سختو ستونزو سره يې مخ کړي دي.

د يادو ولسواليو اوسېدونکو نن له سهاره تر غرمې یادې ټولې فرعي لارې د اعتراض په ډول د ترافيکو پر مخ تړلې وې او د عمومي لارې د پرانيستلو غوښتنه يې کوله.

د صبريو ولسوالۍ اوسېدونکي اوسېدونکي قابل الله پژواک اژانس ته وويل، چې پر فرعي لارو پر خپل وخت ښار ته نه رسېږي او داسې هم شوي چې د زياتې ګڼې ګوڼې له کبله د لارو بندېدو په پايله کې ناروغان روغتون ته تر رسېدو مخکې مړه شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دوی د امنيت پر تامين ښه پوهېږي. قانون يې لوستلی دی. له عمومي سړک نه دې ۵۰ متره لرې دېوالونه جوړ کړي او څوک دې نه ور پرېږدي، خو موږ د دې لارې پرانيستل حتماً غواړو.))

د لکڼو سيمې اوسېدونکي محمدنصير چې په ياد اعتراض کې يې ګډون کړی و، پژواک اژانس ته وويل، سربېره پر دې چې فرعي لارې خامې او کنډ کپر دي، له وسله والو غلاوو سره هم کېږي.

ده له افغان دولت او په چپمېن اډه کې له مېشتو امريکايانو وغوښتل چې د خلکو پر وړاندې دې ستونزې نه جوړوي او ياده لار دې د خلکو پرمخ پرانيزي.

ده زياته کړه: ((موږ تر هغه خپل اعتراض ته دوام ورکوو، څو چې دا لار پرانيستل شي. مظاهرې هم کوو او لارې هم بندوو. کله چې لارې پرانيزي بيا له دوی سره موږ کار نه لرو.))

په همدې حال کې د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ له پژواک اژنس سره په خبرو کې د يادې لارې بندېدو له کبله د خلکو ستونزې پر ځای وبللې، خو د دايمي حل لارې پر موندلو يې ټينګار وکړ.

هغه زياته کړه چې د ځينو امنيتي تهديدونو له امله دغه لار د خلکو پر مخ تړل شوې، خو ويې ويل چې پر بديلې لارې يې غور شوی او په دې هکله د ټولګټو چارو وزارت هم د مرستې ژمنه کړې ده.

مبارزځدراڼ وويل: ((والي حکم خان حبيبي د ټولګټو چارو له وزير سره هم ليدلي دي، هغه ژمنه کړې، چې يو پلاوی به خوست ته ځي، د نوې لارې سروې او ډيزاين به کوي او بيا ورته بوديجه ځانګې کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.