ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوستیان: که امریکايان له خپلې اډې سره تړلې لار خلاصه نه کړي، غبرګون سره به مخ شي

خوستیان: که امریکايان له خپلې اډې سره تړلې لار خلاصه نه کړي، غبرګون سره به مخ شي

author avatar
8 Jul 2017 - 15:17
خوستیان: که امریکايان له خپلې اډې سره تړلې لار خلاصه نه کړي، غبرګون سره به مخ شي
author avatar
8 Jul 2017 - 15:17

خوست ښار (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٦): د خوست ولايتي شورا غړو او يو شمېر مدني فعالانو په دغه ولايت کې له مېشتو امريکايي ځواکونو غوښتي چې د دوی د نظامي اډې تر څنګ تېر شوی تړلی سړک د خلکو پر مخ بېرته پرانيزي.

دغه سړک چې د خوست مرکز په ختيځه څنډه کې د زاړه هوايي ډګر يا چپمېن تر څنګ تېر شوی، څه باندې دوه مياشتې مخکې هغه مهال وتړل شو چې د دې لارې پر غاړه پر يوه امنيتي پوسته ځانمرګی موټربم بريد وشو.

د ځاځي ميدان، باک، صبري او يعقوبي، تريزايي او مرکز اړوند د لکڼو او شمل سيمو اوسېدونکي د يادې لارې پر ځای اوسمهال ښار ته له فرعي لارو ننوځي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د خوست د ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي د چنګاښ په ١٧مه يوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې په ياده نظامي اډه کې له مېشتو امريکايي ځواکونو وغوښتل چې دغه لار بېرته پرانيزي او يا دې يې د بديل په اړه فکر وکړي.

هغه د ګواښ په ډول وويل چې که د چپمېن په نظامي اډه کې پراته امريکايي ځواکونه دغه سړک خلاص نه کړي د دوی او خلکو له جدي غبرګون سره به مخ شي.

ده زياته کړه: ((موږ د وروستي ځل لپاره پر ځايي اداره، مرکزي دولت او په خوست کې پر مېشتو امريکايي ځواکونو غږ کوو چې نور د خلکو حوصلې مه ازمايئ او ولس قيام ته مه مجبوروئ.))

د خوست د ولايتي شورا يوه بل غړي قمرعلي لکڼوال په خپلو خبرو کې وويل چې دوی ولايتي ادارې او امريکايي ځواکونو ته لس ورځې وخت ورکوي، څو ياده ستونزه هواره کړي.

ده زياته کړه: ((که زموږ غوښتنه ونه منل شي، موږ به ولسونو ته مراجعه وکړو، موږ به له ولسونو او مدني ټولنو سره مشورو ته مخه کړو. که بيا يې هر ډول عواقب ولرل، مسووليت به يې د دولت پر غاړه وي.))

مدني فعال حميدزي باور ياد خبري کنفرانس ته وويل چې د يادې لارې په تړل کېدو سره له ډېر ستونزو سره مخ شوي او حتی په ځينو وختونو کې ناروغانو په فرعي لارو کې ساه ورکړې ده.

ده له افغان دولت او په چپمېن اډه کې له مېشتو امريکايانو وغوښتل چې د خلکو پر وړاندې دې ستونزې نه جوړوي او ياده لار دې د ترافيکو پر مخ پرانيزي.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ درې ورځې مخکې له پژواک اژنس سره په خبرو کې د يادې لارې بندېدو له کبله د خلکو ستونزې پر ځای بللې وې، خو د دايمي حل لارې پر موندلو يې ټينګار کړی و.

هغه زياته کړې چې د ځينو امنيتي ګواښونو له امله دغه لار د خلکو پر مخ تړل شوې، خو ويې ويل چې پر بديلې لارې غور شوی او په دې هکله د ټولګټو چارو وزارت هم ورسره د مرستې ژمنه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.