ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې څلور ټنه تاريخ تېر درمل  او  خوراکي توکي وسوځول شول

خوست کې څلور ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

author avatar
13 Jul 2017 - 15:10
خوست کې څلور ټنه تاريخ تېر درمل  او  خوراکي توکي وسوځول شول
author avatar
13 Jul 2017 - 15:10

خوست (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦): د خوست د عامې روغتيا رياست له لوري راټول شوي څلور ټنه بې کيفيته او له وخت تېر درمل، خوراکي توکي او يوه اندازه الکولي مشروبات په عام محضر کې وسوځول شول.

د خوست والي حکم خان حبيبي د يادو توکو د سوځولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي د خوست ښار له هټيو راټول شوي وو.

نوموړي وويل چې دوی به په دې برخه کې خپله مبارزه دوامداره وساتي او د عامې روغتيا له مسوولينو يې هم وغوښتل چې په ښار کې د بې کيفيته او له وخت تېرو درملو او خوراکي توکو د پلور او پېر مخه ونيسي.

والي حبيبي زياته کړه: ((څلور ټنه په تاريخ تېر او بې کيفيته خوراکي مواد، دوه ټنه په تاريخ تېر درمل او ۹۰۰ ليتره الکولي مشروبات په کې شامل وو. الکولي مشروبات د ملي امنيت ادارې په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې نيولي وو)).

هغه وايي، دوی پلان لري، ټول هغه خصوصي روغتيايي مرکزونه چې د کار قانوني جواز نه لري، په تدريجي دول سره وتړي، خو په دې برخه کې د خلکو ستونزې هم بايد په نظر کې ونيول شي.

والي حکم خان حبيبي له پانګوالو او هټۍ والو هم وغوښتل چې له تاريخ تېر او بې کيفيته درملو او خوراکي موادو له خرڅلاو څخه لاس واخلي.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر حبيب شاه انصاري بيا پژواک اژانس ته وويل چې دا لړۍ به ولسواليو ته هم وغځوي او ټول بې کيفيته او تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي به راټول او له منځه يوسي.

نوموړی وايي: ((دا ستونزه په ټول افغانستان کې شته، خو موږ به هڅه وکړو چې تاريخ تېر او بې کيفيته درملو او خوراکي موادو د پېر او پلور مخه ونيسو)).

د دغه ولايت يو اوسېدونکی احمدولي يواځې د درملو او خوراکي توکو راټولو کافي نه بولي، بلکې وايي چې که دولت يې په رښتيني ډول د خرڅلاو مخنيوی غواړي، هټۍ والو ته جريمه يا قانوني سزا ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.