Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ناوې موټر د چپه کېدو له امله يو کس وژل شوى او درې نور ټپيان دي

چاريکار (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٦): د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې د واده د ګلپوش شوي موټر د چپه کېدو له امله يو کس وژل شوى او د ناوې په ګډون څلور تنه ټپيان دي.

د سالنګ ولسوال محمد صابر احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن سهار څلوربجې د سالنګ په هيجان سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې يو ګلپوش موټر د پله له کټارې سره له ټکر وروسته چپه شو.

هغه زياته کړه چې دغه موټر له کابل څخه کندوز ته د لارې په اوږدو کې چپه شوى دى.

احمدي وويل، موټر چلوونکي په ياده پېښه کې ژوند له لاسه ورکړى او پر دې سربېره د ناوې په ګډون دوه ښځې او يو ماشوم ټپيان شوي دي.

د روغتون سرطبيب ډاکټر عبدالقاسم سنګين وويل، چې د ناوې او ماشوم روغتيايي حالت ښه دى او په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

خو د هغه په وينا، بله ټپي مېرمن د غوره درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوې، ځکه د هغې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى و.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.