خوست ښار (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): د خوست قومي مشرانو او ديني عالمانو د يوې ولسي غونډې په ترڅ کې د ايران د ولسمشر هغه څرګندونې وغندلې چې د افغانستان د اوبو په تړاو يې کړې وې.
يادو قومي مشرانو او ديني عالمانو همدا ډول د افغان ولسمشر محمداشرف له هغې پرېکړې هم غوڅ ملاتړ څرګند کړ چې ګاونډيو هېوادونو ته د افغانستان پر روانو اوبو ذخيروي بندونه جوړوي.
قومي مشر حکيم ولي تڼي غونډې ته په وينا کې د ايران ولسمشر حسن روحاني هغه څرګندونې چې ګنې که افغان دولت په لوېديځه حوزه کې پر روانو اوبو بندونه جوړ کړي، د هغوی ځمکو ته زيان رسېږي په کلکه وغندلې.
هغه زياته کړه: ((موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې داخلي چارو يا په هغو برنامو چې ګټه يې ولس ته رسېږي، لاسوهنه وکړي. د ايران ولسمشر دا غير مسوولانه او غير منطقي خبرې په کلکه غندو.))
ديني عالم مفتي محمدکريم روحاني غونډې ته وويل چې د خوست خلک د افغان ولسمشر له ټولو هغو برنامو او پاليسيو څخه ملاتړ کوي، چې د افغانستان د پرمختګ او انکشاف په باب يې له خپل ځان سره لري.
نوموړی زياتوي: ((د خوست خلک په اقتصادي برخو کې د افغان ولسمشر له روانو پروګرامونو نه پوره ملاتړ کوي او دا ملاتړ په اسلامي، عقيدوي، مذهبي او ملي وجيبه ګڼي او خپل فرض يې ګڼي.))
دغې غونډې ته د خوست والي حکم خان حبيبي بيا د يو شمېر سياسونو له لوري وروستيو پيل شوو حرکتونو ته په اشارې وويل چې په ښکاره دغه حرکتونه د نظام د تقويې په نوم پيل شوي، خو په حقيقت کې د نظام د کمزوري کولو په معنا دي.
حبيبي پر ټول افغان ولس غږ وکړ چې هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د پرديو استخباراتي شبکو د دسيسو ښکار شي او روان اقتصادي حرکت چې د بل هر وخت په پرتله ګړندی روان دی له ځنډ سره مخ شي.
دی زياتوي: ((زه پر دې ډېر خفه يم چې زموږ يو سياسي شخصيت څنګه په رسنيو کې د خپلو ملي مصالحو په خلاف د پرديو ګټو لپاره څه وايي، زه فکر کوم دا به ډېره کمزورې مسئله وي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن