ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د عامې روغتیا ریاست د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د خوست د عامې روغتیا ریاست د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
27 Jul 2017 - 13:21
د خوست د عامې روغتیا ریاست د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
27 Jul 2017 - 13:21

خوست ښار (پژواک، ٥ زمرى ٩٦) : خوست کې د عامې روغتيا رياست لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه.

د خوست والي حکم خان حبيبي د زمري په ٥مه د يادې ودانۍ د بنسټ ډبرې ايښودو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دا ودانۍ د ښار لوېديځ ته د ولايتي ملکي روغتون تر څنګ پر ۳۴۲ متره مربع ځمکه جوړېږي.

هغه زياته کړه، پر دې ودانۍ چې په درېيو پوړونو کې به ۱۶ اداري خونو ولري، د عامې روغتيا وزارت له لوري نږدې ۲۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړېدو چارې به يې د ۱۰ مياشتو په موده کې بشپړې شي.

حبيبي وايي: ((زه باوري يم چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د عامې روغتيا رياست د اداري خونو ستونزې هوارې شي او مامورين به په ښو او مناسبو امکاناتو خدمات ترسره کړي.))

والي همدارنګه وويل، هڅه به وکړي چې په خوست کې د نورو هغو دولتي ادارو لپاره چې خپلې اداري ودانۍ نه لري، د ودانيو جوړولو ته خپله پاملرنه زياته کړي.

ده وويل: ((موږ د ولسواليو په ګډون د مختلفو رياستونو لپاره په اساسي ډول د ودانيو جوړول په نظر کې نيولي دي چې يو شمېر به يې سږ کال جوړې شي او پر نورو به راتلونکی کال کار پيل شي.))

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک اژانس ته وويل چې دا مهال په يوه پخوانۍ وداني کې اداري چارې پر مخ وړي او د خونو د کمښت له کبله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل، د نوې اداري ودانۍ تر څنګ چې ولايتي ملکي روغتون او ځيني نور روغتيايي مرکزونه پراته دي، غواړي د ټولو روغتيايي ادارو د دفترونو کملېکس ولري.

انصاري زياته کړه: ((موږ ټول روغتيايي خدمات دلته راوړي دي او زموږ پلان همدا دی چې ټول روغتيايي خدمات له دې ځايه وړاندې کړو او دا د روغتيايي خدماتو مرکز وګرځي.))

د يادونې ده، د خوست د عامې روغتيا رياست خپلې اداري چارې اوسمهال د زاړه ولايتي ملکي روغتون په ودانيو کې پر مخ وړي او له نوي ولايتي ملکي روغتون سره په واټن کې پروت دی. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.