ژبه

لوګر کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط جاويد هميم کاکړ

جولای 27, 2017 - 2:31 pm

Views: 38

پل علم (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): د لوګر حکومتي چارواکي وايي چې له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د زمري پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د بره کي برک ولسوالۍ په بره کي راجان او د خروار ولسوالۍ په بلوخېلو سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د صالح په وينا، په دې جکړو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د بره کي برک ولسوالۍ د بره کي راجان سيمې اوسېدونکي محمد عزيز پژواک ته وويل چې نن سهار د يو ساعت لپاره د دوى په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وه.

هغه وايي چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

وسله وال طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د بره کي برک او خروار ولسواليو په جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادونې ده، دوه ورځې وړاندې هم په لوګر د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٣٤ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.