Language

کندهار ته د ولسي تړون پروګرام پلي کولو لپاره ۳۳ میلیونه ډالر ځانګړي شوي

کندهار (پژواک، ۸ زمری ۹۶): چارواکي وايي چې په کندهار کې د ولسي تړون پروګرام د پلي کولو لپاره ۳۳ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

د ولسي تړون پروګرام نن (د زمري ۸مه) پیل شو چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې پلی کېږي.

د دغه پروګرام د پرانیستې مراسم په کندهار ښاروالۍ کې جوړ شوي وو چې د کندهار والي زلمي ویسا، د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، ځوانانو او نورو په کې ګډون درلود.

د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل وویل، د ولسي تړون پروګرام د هېواد په کچه د نړیوال بانک په مالي مرسته پلی کېږي.

ده زياته کړه، د دغه پروګرام په چوکاټ کې د کندهار لپاره ۳۳ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

د ده په خبره، یاد پروګرام د ۳۰۰ پرمختیايي شوراګانو له خوا د ۳ کلونو په موده کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې پلی کېږي.

دی وايي، ولسي تړون یو بین الوزارتي پروګرام دی چې د پرمختیايي چارو په ترسره کولو کې ډېره ونډه خلکو ته ورکول کېږي.

ولسمل زياته کړه: ((ولسي تړون پروګرام د ښاروالۍ، کلیو او پراختیا، کرنې، عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو، ښځو چارو، اطلاعات او فرهنګ، کډوالو چارو، چاپېریال ساتنې، اوبو رسولو، برېښنا او مستوفیت ادارو له خوا په ګډه مخ ته وړل کېږي.))

دی زیاتوي، د ولسي تړون پروګرام ډېر تمرکز به د څښاک لپاره د پاکو اوبو پر برابرولو، د جامدو کثافاتو د تنظیم، کانالیزاسیون، پوهنې، روغتیا، تفریحي پارکونو او مېرمنو لپاره د کار پر موندلو وي.

د کندهار والي زلمي ویسا په دغه ولایت کې د ولسي تړون په نوم د ملي پروګرام پیل کېدا لوی پرمختګ وګاڼه.

خو ده له خلکو وغوښتل چې د دغه پروګرام په پلي کولو کې له قومپالنې، فساد، واسطې او نورو ناقانونه کړنو ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه، دا د ده دنده چې په هر پروګرام او هره اداره کې به د فساد مخنیوی کوي او خلک به په کې د خپلو وړتیاوو له مخې کار کوي.

login or register a new account.

Related Topics