Language

د کابل- کندهار لارې بندېدو خلک او شرکتونه له ستونزو سره مخ کړي

کندهار (پژواک، ۱۰ زمری ۹۶): د وسله والو له خوا د کندهار- کابل لارې بندېدا خلک او ټرانسپورتي شرکتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا د کندهار- کابل لویې لارې ټرانسپورتي شرکتونو ته له ګواښ وروسته نن د زمري په ۱۰مه پر یادې لار موټرو تګ راتګ نه دی کړی.

دغې ستونزې مسافر او ټرانسپورتي شرکتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

د مسافر وړونکو شرکتونو مسوولین وايي، تېره ورځ د دولت وسله والو مخالفینو دوی ته ګواښ وکړ چې د دوی تر دویم امر پورې دې د کندهار- کابل او کندهار- هرات پر لویو لارو تګ راتګ نه کوي.

په کندهار کې د احمدشاه ابدالي بس ټرانسپورت مسوول احمدالله ډاکتر پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو مخالفینو مسافر وړونکو شرکتونو ته دغه ګواښ د ټيلېفوني اړیکو له لارې کړی دی.

ده زیاته کړه، له همدې امله نن مسافر وړونکو لویو او کوچنیو موټرو له کندهاره کابل او له کابل څخه کندهار ته تګ راتګ نه دی کړی.

دی وايي، وسله والو ګواښ کړی و چې موټر دې د کندهار- هرات پر لار هم تګ راتګ نه کوي، خو نن پر دې لاره کومه ستونزه نه وه او موټرو د پخوا په څېر عادي تګ راتګ درلود.

خو ده وویل، داسې ګنګوسې دي چې وسله وال به سر له سبا دا لار هم وتړي.

د ابدالي بس شرکت دغه مسوول وايي، وسله والو په خپلو ګواښونو کې دوی ته نه دي ویلي چې ولې لار تړي، خو داسې خبرونه وو چې وسله والو پر دې لاره په ځینو ولایتونو او ولسوالیو کې د بریدونو پلان لري.

login or register a new account.