کندهار (پژواک، ۱۹ زمری ۹۶): په کندهار کې پر ۱۰۰۰ بې وزلو کورنیو د څارویو د وېش لړۍ پیل شوه.
په دې اړه د کندهار په کرنې ریاست کې په جوړو شوو مراسمو کې د کندهار اداري او مالي مرستیال عبدالحنان منیب، د کرنې رییس سید حفیظ سیدي، د مرستندویه موسسې مسوول ډاکټر زهیر او ګڼو بې وزلو وګړو ګډون کړی وو.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پر بې وزلو کورنیو د څارویو وېش د کرنې ریاست په چوکاټ کې د ودان موسسې له خوا تر سره کېږي.
هغه زیاته کړه، دغې لړۍ ته د ډېرو بې وزلو کورنیو د پیاوړتیا پروګرام نوم ورکړل شوی دی.
دی وايي، د یاد شوي پروګرام له مخې به د کندهار پر ۱۰۰۰ ډېرو بې وزلو کورنیو غواګانې، وزې او نور څاروي ووېشل شي، څو له دې لارې د دغو کورنیو اقتصادی پياوړی شي.
د مرستندویه موسسې (ودان) مسوول ډاکټر زهیر وویل، د ډېرو بې وزلو کورنیو د پیاوړتیا دا پروګرام د دوو کلونو لپاره دی چې په لومړي ګام کې به په کندهار ښار، ډنډ او سپین بولدک ولسوالیو کې پلی شي.
غه زیاته کړه، اړوندې ادارې په یادو شوو سیمو کې تېرې اته میاشتې د بې وزلو کورنیو معلومولو په موخه سروې کړې او ۱۰۰۰ ډېرې بې وزلې کورنۍ یې د مرستې تر لاسه کولو لپاره انتخاب کړې دي.
د ده په خبره، هرې بې وزلې کورنۍ ته به یوه غوا یا وزه ورکول کېږي چې تر یوه کال پورې یې د خوراک او روغتیا څارنه د اړوندې ادارې پر غاړه وي.
دی وايي، که بې وزلې کورنۍ له دغه فرصت څخه په سمه توګه ګټه واخلي، نو کولی شي د خپلې کورنۍ لوېدلى اقتصادي حالت بدل کړي.
د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب دا ډول پروژې د حکومتولۍ په برخه کې ګټورې وبللې او غوښتنه یې وکړه چې دغه لړۍ دې نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
ده ټینګار وکړ چې د څارویو محصولاتو ته دې بازارموندنه هم وشي، څو بې وزلې کورنۍ له دې مرستې ښه ګټه واخلي او د خپل اقتصادي حالت د ښه کولو جوګه شي.
د کندهار ښار، ډنډ او سپین بولدک ولسواليو بې وزلې کورنۍ خوشحاله وې چې د څارویو مرسته ورسره کېږي.
login or register a new account.