کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٦): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال نيکولسن وايي، په افغان جګړه کې ماتې په دې معنا ده چې ترهګر به غربي هېوادونو ته لاره پيدا کړي او دا ډله به پياوړې شي.
جنرال نيکولسن دغه څرګندونې نن په کابل کې په جګړو کې د معيوبو سرتېرو د ورزشي نمايشونو مراسمو ته په خپله وينا کې کړې دي.
هغه زياته کړه، ترهګر بايد له ماتې سره مخ شي، ناټو او امريکا باید د افغانستان په جګړه کې بريا ترلاسه کړي.
د نوموړي په وينا، د افغانستان په جګړه کې ماتې په دې معنا ده چې ترهګر به غربي هېوادونو ته لاره پيدا او په دې هېوادونو کې به دا ډله پياوړې شي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان، د افغانستان د جګړې په اړه وړاندې وويل: ((که په افغانستان کې مو ماتې وخوړه، په دې معنا ده چې ترهګري مو خپل هېواد ته وړې ده.))
د جنرال نيکولسن په وينا، په افغانستان کې ماتې به د دې لامل شي چې ډېر شمېر کډوال له دې سيمې څخه نورو هېوادونو ته مخه کړي او د دوى په هېوادونو کې به ترهګري پياوړې شي.
ده زياته کړه: ((د همدې لپاره موږ په افغانستان کې يو او بايد بريالي شو.))
په يادو دې مراسمو کې د افغان پوځ پخواني سرتېري، نصیر احمد وويل: ((هېواد پر موږ حق لري، که چېرې موږ د هېواد په لاره کې خپل ځان قربان کړو هم کمه ده.))
login or register a new account.