Language

غزني کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د غزني امنيتي مسوولين وايي چې په غزني ښار او درېيو ولسواليو کې ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمد حنيف رضايي د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې په غزني ښار، ګيرو، اندړو او ده يک ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

هغه وايي چې په دې موده کې تر اوسه ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

ده وويل چې په وژل شوو کې د سېلاب په نوم د طالبانو يو مشهور قوماندان هم شامل دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې جګړو کې يو پوليس او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه د ملي اردو سرتېري ټپيان دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل هم يادې جګړې تاييد کړې او زياته یې کړه چې د روانې اونۍ په ترڅ کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه: ((طالبان کوښښ کوي چې ځيني پوستې ونيسي او د پوليسو مورال کمزورى کړي خو هر ځل له مرګ ژوبلې سره مخ کېږي.))

د امرخېل په وينا، په دې جګړو کې پنځو امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د غزني د تاسن سيمې اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې پرون سهار د دوى په سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

د هغه په وينا، په دې جګړه کې دواړو لورو درنې وسلې هم کارولى چې له امله يې د هاوان يوه مرمۍ پر يوه کور لګېدلې ده او دوه تنه يې ټپيان کړي دي.

وسله والو طالبانو د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې وړمه شپه طالبانو د ده يک ولسوالۍ په لغوات سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.