ژبه

تخار کې د یوه صراف د وژنې په تړاو څلور کسان نیول شوي

ویدا قلندري

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۵

Views: ۶

تالقان (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وايي، د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د یوه صراف د وژنې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.

دغه وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دوه میاشتې مخکې د نقیب‌الله په نوم یو صراف د تالقانو ښار د «بهترین عالم» جومات مخې ته د وسله‌والو موټرسایکل‌سپرو له لوري په ډزو وژل شوی و.

سرچینې په خبرپاڼه کې لیکلي چې د تخار امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت او د استخباراتو منسوبینو د ګډو او هدفمنو کشفي اقداماتو په پایله کې د دې پېښې په تړاو څلور کسان نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبره، نیول شوو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په یاده وژنه کې خپل لاس لرل منلي او ویلي یې دي چې نقیب‌الله یې د څلور زره امریکايي ډالرو په بدل کې وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د نیول شوو کسانو د مسوولیت او مجازاتو په اړه وروستۍ پرېکړه به د نافذه اصولو او احکامو له مخې د عدلي او قضايي ادارو له لوري وشي.