مزار شريف (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د بلخ امنيه قومانداني وايي، د ولايتي شورا د وکيل اصف مومند نه دوى نيولى او نه يې په نيولو کې لاس لري.
د دغه ولايت د ولايتي شورا وکيل اصف مومند، څو ورځې مخکې په کابل کې د بلخ والي عطاء محمد نور پر فساد تورن کړ او ادعا يې کړې وه، چې د ده د وژلو توطئه يې جوړې کړې ده.
د اصف مومند ورور مصطفى مومند د زمري په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې تېره ورځ مازيګر مهال اصف مومند له کابل څخه د مزارشريف ښار هوايي ډګر ته ورسېد، نو د والي خصوصي ساتونکو له هوايي ډګر څخه ونيوه او له ځانه سره يې بوته.
هغه ادعا کوي چې والي عطاء محمد نور له خپلو زامنو او ساتونکو سره اصف مومند وهلى او تر څلورو ساعتونو بند کې ساتلو وروسته ملي امنيت ته يې سپارلى دى.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد ادعا کوي، چې اصف مومند د امنيه قوماندانۍ د پوليسو له خوا نيول شوى دى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((د بلخ امنيه قوماندان ته دنده سپارل شوې وه، چې هوايي ډګر ته ولاړ شي او مومند ونيسي.))
فرهاد وايي، پر مومند په اسنادو کې د جعل او تزوير تور دى او د ملي امنيت څارنوالۍ له خوا يې د نيولو امر شوى و.
خو د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان درانى وايي، د مزار شريف پر هوايي ډګر د تېرې شپې په عملياتو کې دوى لاس نه درلود.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((موږ نه په دې عملياتو کې دخيل وو او نه مو مومند نيولى دى.))
د نوموړي په وينا، دا عمليات د هوايي ډګر سرحدي پوليسو کړي دي.
د بلخ د والي د وياند دادعاوو، چې څارنوالۍ د مومند د نيولو امر کړى، د اصف مومند ورور وايي، هغه پسې جلب ولې کور ته نه راته، په کابل کې ولې دا څو مياشتې نه نيول کېده چې اوس يې په هوايي ډګر کې ونيوه.
د بلخ امنيه قوماندان سيد کمال سادات نورو رسنيو ته ويلي، کله چې اصف مومند تېر ماښام هوايي ډګر ته ورسېد؛ نو د والي عطاء محمد نور لارښوونه دا وه چې ونيول شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP