Language

کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٦): د بغلان ولايت پوليسو يو تن په بېلابېلو غلاوو کې د لاس لرلو په شک له څو مياشتې تعقيب وروسته تېره ورځ د دغه ولايت په مرکز کې نيولى دى.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع وايي، نيول شوى تن نجيب الله نومي او د دغه ولايت د ده صلاح ولسوالۍ د "تل مرغازي" سيمې اصلي اوسېدونکى دى.

هغه وايي، نجيب الله د غلاوو په لسو بېلابېلو قضيو کې د لاس لرلو تر څنګ، شپږ مياشتې مخکې يو کرولا کرایی موټر په پلمه د بغلان د مرکز پلخمري اړوند "کرکر" سيمې ته بېولى و خو په لاره کې يې د موټرچلوونکى په چاقو ټپي کړى او موټر يې تر بېولى و.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند په وينا، نجيب الله له يادو غلاوو وروسته د پوليسو تر تعقيب لاندې و او  تېره ورځ په پلخمري کې ونيول شو.

هغه وايي چې د نجيب الله دوسيه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

 

login or register a new account.