کابل (پژواک ، ١١وږى ٩٦): د کابل - جلال اباد پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله يوتن مړ او دوه تنه نور سخت ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته يوه نيمه بجه د کابل –جلال اباد پرلويه لاره د لغمان ولايت اړوند د سرخکانو په سيمه رامنځته شوې .
هغه وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو کروزين له يوه ټوډي موټر سره وجنګېد.
د نوموړي په خبره، چې په ټوډي موټر کې ناست يوتن مړ شوى او دوه نور ټپيان دي، د کروزين موټر چلوونکى د پېښې له ځايه تښتېدلى او موټر يې پرې ايښى دى .
د هغه په وينا، چې د پېښې ځاى ته پوليس او ترافيک رسېدلي او څېړنې يې پيل کړې دي .
د کابل – جلال اباد لويه لار زياتره وخت د ترافيکي پېښو شاهده وي، چې د موټرو ګړندى تګ، د ترافيکي قوانينو نه مراعات او د لارې خرابوالى د دغو پېښو عمده لاملونه ياديږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP