کندوز (پژواک، ١٥ وږى ٩٦): د کندوز يو شمېر سوداګر د شېرخان بندر تصدۍ رياست چارواکي د ناقانونه پيسو پر اخيستل تورنوي او له حکومته غواړي چې د دې ډول سرغړونو مخنيوى وکړي.
دوى ګواښ کوي چې که چېرې ستونزې حل نه شي، په دغه بندر کې به د ګڼو شرکتونو فعاليت ودرېږي.
شېرخان بندر له تاجکستان سره پر پوله پروت دی او له دغه ځایه سوداګریز مالونه او توکي تاجکستان او د منځنۍ اسيا هېوادونه صادر او واردېږي.
د خيرمحمد سيغاني په نوم يوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د تصدۍ رياست لارې په اوږدو کې يو کانټينر اېښى، له سوداګرو په نا قانونه ډول پيسې اخلي، که دولت پاملرنه ونه کړي، موږ اړ يو چې په دغه بندر کې سوداګري پرېږدو.))
په شېرخان بندر کې د امير محمد په نوم يوه بل سوداګر پژواک ته وويل: ((د بندر تصدۍ د خدمتونو اداره د سوداګرو د مالونو لپاره ښه ګودامونه نه لري او غوره خدمتونه نه شي وړاندې کولى، موږ اړ کېږو چې شخصي ګودامونو ته ورشو، خو د خدمتونو له وړاندې کولو پرته هم رانه په زور له کومې پارچې پرته پيسې اخلي، که چېرې وضعيت همداسې وي، موږ به خپل شرکتونه وتړو.))
په ورته وخت کې د شېرخان بندر سوداګرو استازي لطف الله هم د تصدۍ ادارې له نا قانونه پيسو اخيستلو شکايت وکړ او له حکومت يې د عدالت غوښتنه وکړه.
هغه زياته کړه: ((زموږ ستونزه له تصدۍ سره ده، د لارې په اوږدو کې يې يو کانټينر اېښى، د شپې له لوري له موټرو جزيه اخلي، که چېرې دولت د فساد مخنيوى ونه کړي، اړ يو چې سوداګري پرېږدو.))
شيراغا چې د تاجکستان- افغانستان لارې په اوږدو کې د خپل موټر په وسيله هېواد ته سمنټ لېږدوي، پژواک ته وويل چې د شېرخان بندر تصدي له سوداګرو او موټرو په غير قانوني ډول پيسې اخلي.
خو د شېرخان بندر تصدۍ د اداري بورډ مشر عبدالرووف ناصري د سوداګرو ټولې خبرې رد کړې او د لارې په اوږدو کې يې د پيسو اخيستل د دولت قانوني عوايد ياد کړل.
هغه وويل: ((اداره مو په غير قانوني ډول پيسې نه اخلي، له بندري لايحې سره سم پيسې اخلي، کومې پيسې چې موږ يې اخلو، د دولت خزانې ته ځي.))
د يادونې ده، د شېر خان بندر تصدۍ اداره په سوداګرۍ وزارت پورې اړه لري چې د سوداګرو مالونه باروي، خو د دې ادارې د ګودامونو د خرابۍ په سبب سوداګر خپل ټول مالونه په شخصي ګودامونو کې خالي کوي.