کندهار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۶): د کندهار په درېیو ولسوالیو شاولیکوټ، میوند او نېښ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په جګړو کې ۳۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغو وسله والو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو یې بریدونه وکړل.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو تېره شپه د شاولیکوټ د شاجوی او اندړانو په سیمو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل چې وروسته د دواړو لورو تر منځ یو ساعت جګړه وشوه.
دی وايي په دې جګړه کې ۳ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز دراني وویل چې وسله والو د میوند ولسوالۍ په خاک چوپان سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د پولیسو له سخت غبرګون سره مخ شول او په پایله کې یې ۷ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د نېښ ولسوالۍ د کرم کارېز په سیمه کې هم د وسله والو او پولیسو تر منځ جګړه شوې ده.
درانی وايي، جګړه هغه مهال ونښته چې لسګونو وسله والو د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د دواړو لورو تر منځ جګړې څو ساعته دوام وکړ.
د ده په خبره، د جګړې په پایله کې ۸ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، په یادو شوو دریو واړو ولسوالیو کې د جګړو پر مهال امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د یادو شوو ولسوالیو په ګډون د دې ولایت په هغه ولسوالیو کې د عملیاتو د پيل خبر ورکړ چې هلمند او ارزوګان ته څېرمه پرتې دي.
میوند، شاولیکوټ، غورک، نېش، خاکرېز او نورې هغه ولسوالۍ دي چې په دې وروستیو کې په کې وسله والو له امنیتي ځواکونو سره جګړې ډېرې کړې دي.
login or register a new account.