کندهار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۶): د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د سوېلي زون یو شمېر سیمې د ماشومانو د ګوزڼ له ګواښ سره مخامخ دي.
په دې کې د کندهار څو هغه ولسوالۍ هم شاملې دي چې وسله والو مخالفینو په کې د پولیو پر واکسيناسیون بندیز لګولی دی.
په همدې موخه نن د وږي په ۱۹مه د سوېلي زون په هغو سیمو کې د پولیو ځانګړی کمپاین پيل شو چې د دغې خطرناکې ناروغۍ د ویروس تر ګواښ لاندې دي.
د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه څېړنې چې د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست له خوا شوې، ښيي چې د سوېلي زون یو شمېر سیمې د پولیو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
هغه زیاته کړه، د پولیو ځانګړی کمپاین چې نن پیل شو او څلور ورځې به دوام وکړي، تر ګواښ لاندې سیمو کې تر سره کېږي.
په دغو سیمو کې د کندهار، هلمند او زابل یو شمېر ولسوالۍ شاملې دي چې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو احتمال په کې ډېر دی.
زمریال وايي، د پيل شوي څلور ورځني کمپاین په لړ کې به د دغو سیمو څه له پاسه ۱،۲ میلیونه له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکي ماشومان واکسین شي.
بل خوا د کندهار په یو شمېر ولسوالیو لکه شاولیکوټ، نېش او میانشین کې وسله والو د پولیو پر واکسين بندیز لګولی دی.
د دغو ولسوالیو په ډېرو کلیو کې وسله وال فعالیت لري.
وسله والو مخالفینو ځکه دغلته د پولیو پر واکسین بندیز لګولی چې د دوی په وینا، له دولت سره تړلي کسان په کې د واکسيناتورانو په توګه ګومارل شوي او له سیمو د دوی په اړه معلومات ټولوي.
د وسله والو طالبانو سرچینې وايي، په دغو سیمو کې به تر هغه د واکسین کمپاین ته اجازه نه ورکول کېږي څو د دوی کسان د واکسيناتورانو په توګه روزل شوي او ګومارل شوي نه وي.
د کندهار د عامې روغتیا رییس دا ستونزه مني، خو وايي د حل لپاره یې په هڅو بوخت دي.
login or register a new account.