Language

کندوز کې ١٨ طالبانو ته د خپلو ماينونو د چاودنو له امله مرګ ژوبله  اوښتې

کندوز(پژواک،٢٠وږى٩٦): د کندوز د ملي امنيت رياست وايي چې په دوه بېلابېلو پېښو کې پر وسله والو طالبانو خپلو ماينونو چاودنې کړي چې په ترڅ کې شپږ طالبان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د کندوز د ملي امنيت رياست يوې باروي سرچينې د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د خان اباد ولسوالۍ په ياماچي سيمه کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې په وژل شوو کې د طالبانو د ماينونو جوړونکي عثماني او په ټپيانو کې د خان اباد لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى  ولسوال محمد هاشم هم شامل دي.

دغه راز سرچينې وويل چې د چهاردرې ولسوالۍ په قريه قصاب کې هم پر طالبانو خپل ماين چاودنه کړې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې يو طالب وژل شوى او پنځه نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics