ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ورسج ولسوالۍ د استخباراتو مدير  ووژل شو

د ورسج ولسوالۍ د استخباراتو مدير ووژل شو

author avatar
20 Sep 2017 - 11:12
د ورسج ولسوالۍ د استخباراتو مدير  ووژل شو
author avatar
20 Sep 2017 - 11:12

تالقان(پژواک،٢٩وږى٩٦): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو د ورسج ولسوالۍ د استخباراتو مدير  پر  ډزو وژلى دى.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ورسج ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د استخباراتو مدیر غلام رباني تېره شپه د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوى دى.

هغه وايي، نوموړی د یادې ولسوالۍ په ترشت سیمه کې د خپل کور مخ ته پر  ډزو وژل شوى دى.

په همدې مهال بیا د ورسج ولسوال عبدالرشاد پژواک ته وويل چې د دغې ولسوالۍ د استخباراتو مدیر د وژل کېدو په تور دوه کسان نیول شوي دي.

ده زياته کړه چې غلام رباني د شخصي دښمنيو له امله وژل شوى، خو سره له دې هم پوليسو په دې برخه کې پلټنې پيل کړې دي.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.