Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بشر حقونو د څار اداره: په افغانستان کې د نجونو د پوهنې حالت د خرابېدو په لور روان دى

د بشر حقونو د څار اداره: په افغانستان کې د نجونو د پوهنې حالت د خرابېدو په لور روان دى

author avatar
20 Sep 2017 - 21:09
د بشر حقونو د څار اداره: په افغانستان کې د نجونو د پوهنې حالت د خرابېدو په لور روان دى
author avatar
20 Sep 2017 - 21:09

کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٦): د بشر حقونو د څار ادارې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته په يوه ليک کې په ډاګه کړې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د پوهنې نظام او په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو حالت سخته ضربه خوړلې ده.

په دې ليک کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، د بشر حقونو د څار ادارې د ښځو د برخې مشرې لېزل ګرنت هولتر ويلي، د بشر حقونو د څار اداره غواړي په دې اړه خپل راپور په راتلونکي اکټوبر میاشت کې خپور کړي.

هغې ولسمشر غني ته لیکلي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د پوهنې وضعیت په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو وضعیت ډېر سخت خراب شوی او نور هم د خرابېدو پر لور روان دی.

په راپور کې زياته شوې چې په همدغو دوو وروستیو کلونو کې د نړیوالو پارټنرانو او ډونرانو د مرستې کچه سخته زیانمنه شوې او زیات شمېر ډونرانو خپلې مرستې کمې کړې او یا یې هم د پوهنې له وزارت څخه بېرته اخیستې او د نورو معتبرو نړیوالو ادارو په واک کې یې ورکړې دي.

د دغه راپور په حواله، هغه سيمه ييز ښوونځي چې چارې یې عمدتاً د انجیوګانو له لوري پر مخ بېول کېږي، راتلونکی یې له سختو ننګونو او تورو تیارو سره مخامخ دی؛ ځکه د پوهنې وزارت په تېرو دوو کلونو کې نه دی توانېدلی چې دغه ښوونځي د هېواد د پوهنې په نظام کې شامل کړي.

ويل شوي چې دا څېړنه په کابل، کندهار، بلخ او ننګرهار کې د ٢٤٩ کسانو سره د مرکو له لارې برابره شوې او زياتره مرکه کوونکې هغه نجونې دي چې يو يا ټول تحصيلي فرصت يې له لاسه ورکړى دى.

د بشر حقونو د څار ادارې زياته کړې، چې په دې اړه د زده کوونکو له والدينو، ښوونکو، سيمه ييزو مشرانو، د موسسو کارکوونکو، کارپوهانو او دولتي مسوولينو سره په سيمه ييزه او ملي کچه مرکې شوې دي.

دې سازمان د دې څېړنې په ترسره کولو کې د دولتي چارواکو له همکارۍ څخه د مننې کولو ترڅنګ ويلي چې هيله مند دي چې ولسمشر او د افغانستان د حکومت چارواکي به دغه راپور د نجونو د زده په اړه د حکومتي اقداماتو د غښتلتيا لپاره د يوه هڅې په توګه وګوري.

لیزل ګرنت‌هولتز په ډاګه کړې چې په دې راپور له ٢٠٠١ څخه تر اوسه پورې د افغانستان د حکومت او نړيوالو همکارانو لاسته راوړنې له دې جملې څخه دا چې ميليونونه نجونې ښوونځيو ته تللي او هم د ښوونکو استخدام او نورې زده کړه ييزې چارې ښې شوي، جوتې شوې دي.

خو هغې ويلي، دې سازمان موندلې چې د نجونو د زده کړې لپاره د بوديجي جدي کمښت په ځانګړي ډول د بهرنيو ځواکونو له وتلو او د مرستو له کمولو وروسته، په دې برخه کې لاسته راوړنې له جدي خطرونو سره مخامخ کړي او په راتلونکي کې دغه بهير ټکنى کولى شي.

د هغو نجونو د شمېر کموالى چې ښوونځيو ته ځي، د هغو نجونو په وړاندې تبعيض چې ښوونځيو ته ځي، د ښوونځيو کمښت او د زده کړې کمزورې زېربنا، مؤثر خو ناپايداره محيطي زده کړه، د نړيوالو مرسته کوونکو سرچينو شاتګ او ناامني د هغو جدي خطرونو له جملې څخه دي چې د دې سازمان په خبره، د افغانستان د پوهنې نظام ورسره مخامخ دى.

د بشر حقونو يادې چارواکې زياته کړې، هغه په پام کې لري کابل ته په خپل سفر کې د افغانستان د حکومت له مسوولينو سره د دې راپور موندنې شريکې کړي، ترڅو د دې ستونزې حل لارې په ګوته شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.