ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړېږي

خوست کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړېږي

author avatar
23 Sep 2017 - 16:45
خوست کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړېږي
author avatar
23 Sep 2017 - 16:45

خوست (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۶): د خوست په علي شېرو تريزيو ولسوالۍ کې د يو لوی سربند او کانال د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د خوست والي حکم خان حبيبي ددغه سربند او کانال د بنسټ اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سربند او کانال چې ۳۵۰ متره اوږدوالی لري، چارې به يې د ۱۴،۲ ميليونه افغانيو په لګښت سره په لسو مياشتو کې بشپړې شي.

والي حبيبي همدا ډول وويل چې د دغه سربند او کانال په بشپړېدو سره به د يادې ولسوالۍ ۳۰زره  جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي او ۱۵زره کورنيو ته به يې ګټه ورسېږي.

دی وايي: ((دا يوه کرنيزه ولسوالي ده او دلته د کرنيزو پروژو تطبيق ارزښتمند او زموږ په لومړيتوبو کې قرار لري. زه باور لرم چې د دې پروژې په جوړېدو سره به دلته په کرنيزو توليداتو کې زياتوالی راشي.))

عليشېر تريزي د خوست يوه له هغو سرحدي ولسواليو څخه ده چې وخت ناوخت ترې د نا امنيو خبرونه ورکول کېږي او له همدې امله ورته د بيارغونې په برخه کې چندان کار نه دی شوی.

خو والي حکم خان حبيبي بيا وايي چې نه يوازې دې ولسوالۍ، بلکې د خوست ټولو هغو ولسواليو ته چې په تېر کې ورته پوره پام نه دی شوی، د بيارغونې په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې به ورته پوره پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((عليشېر تريزي يوه کرنيزه ولسوالي ده زموږ په لومړيتوبو کې ده، په تېر کې لږه او يا ډېره پاملرنه ورته شوې، ولې اوس مهال متوازن انکشاف ته په کتو زموږ په اوليتونو کې ده.))

په همدې حال کې د عليشېرو تريزيو ولسوالۍ اوسېدونکي د ياد سربند او کانال د کار پر پيلېدو خوښ دي، خو له دولته ګيله لري چې د نوي نظام له رامنځته کېدو نيولې بيا تر دې دمه پورې له هر ډول پرمختګ څخه وروسته پاتې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.