ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تګاب کې وسله والو مخالفينو هلک او نجلۍ وژلي

تګاب کې وسله والو مخالفينو هلک او نجلۍ وژلي

author avatar
23 Sep 2017 - 19:01
تګاب کې وسله والو مخالفينو هلک او نجلۍ وژلي
author avatar
23 Sep 2017 - 19:01

محمود راقي (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ٩٦) : وسله والو کسانو د کاپيسا په  تګاب ولسوالۍ کې يو ځوان هلک او يوه پېغله نجلۍ په ډزو سره وژلي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي ، چې دا پېښه نن سهار  د تګاب ولسوالۍ د ميره خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د تګاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي لعل ګل د تلې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل : ((دغه هلک څو مياشتې وړاندې خپله ښينه ( د مېرمن خور) له ځانه سره ايران ته تښتولې وه، چې هلک دوه کوچني ماشومان هم لري .))

د هغه په وينا، ځينو کسانو دوى په چل سره تګاب ولسوالۍ ته راوستي وو، چې نن سهار بيا د حکومت د وسله والو مخالفينو لخوا ووژل شول.

د سيمې يوه بل اوسېدونکي طاهر پژواک ته وويل، وسله والو مخالفينو نجلۍ او هلک خپلې ساحې ته لېږدولي و، چې مړي يې له وژلو وروسته د يادې سيمې اوسېدونکي ته سپارلي دي.

هغه وايي، وژل شوي هلک ايران هېواد کې خلکو ته اقرار کړی و، چې پخوانى ښځه يې طلاقه کړې او د هغې له خور سره يې نکاح کړې ده.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي په دې اړه وويل، چې دوى تر اوسه په دې اړه کوم راپور نه دى ترلاسه کړى

خو هغه زياته کړه، چې د کوه بند په درنامې سيمه کې د وسله والو په يو کمين کې د يوه پخواني قوماندان د کورني دوه غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.