کندهار (پژواک، ۸ تله ۹۶): د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پر دې ولسوالۍ د وسله والو خونړی برید د مسوولو امنیتي چارواکو د ناغېړۍ او د امنیتي ځواکونو د نه همغږۍ له امله و.
وړمه شپه د کندهار د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ وسله والو ځانمرګی برید وکړ چې له امله یې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ودانۍ ویجاړې شوې او لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
که څه هم امنیتي چارواکي په دې برید کې د ۱۲ سرتېر د وژل کېدو او ۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و، خو د دې ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولایتي شورا غړی جانان ګلزی وايي، په دې برید کې ۳۳ سرتېري وژل شوي او د ولسوالۍ د امنیه قوماندان نادر خان په ګډون ۶ تنه ټپيان شوي دي.
ګلزي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو دغه برید د هغه پوځي هاموې موټر په وسیله کړی چې له سرحدي ځواکونو څخه یې په جګړه کې نیولی و.
نوموړی د دې برید لامل د مسوولو چارواکو ناغېړي او د امنیتي ځواکونو تر منځ د نه همغږۍ له امله ګڼي او وايي، د ولسوالۍ په کچه سرتېرو ته د دومره دروند زیان اوښتل د زغم وړ نه دي.
دی وايي، معروف ولسوالۍ ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده او ۶۰ سلنه خاوره يې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده، چې هر ډول ورانکارۍ او وسله والو فعالیتونو ته په کې زمینه برابره ده.
د ده په خبره، د معروف ولسوالۍ امنیه قوماندان نادر خان چې په دې برید کې ټپي شوی، په وار وار له دوی سره اړیکه نیولې وه او ورته ویلي یې وو چې ولسوالۍ له خطر سره مخ ده.
دی وايي، د ولسوالۍ د تشکیل د پوره کولو او اضافي ځواک د ورلېږلو غوښتنه کړې وه.
ګلزی زیاتوي: ((ما دغه موضوع د ولایتي شورا په غونډه کې مطرح کړه او پرېکړه وشوه چې د کندهار امنیه قومندان د ولایتي شورا غونډې ته راوبلل شي او د معروف تر څنګ د ټولو هغو ولسوالیو په اړه د خلکو او ځايي چارواکو اندېښنې او غوښتنې ورسره شریکې شي چې له خطر سره مخامخ دي.))
خو ده وویل، امنیه قوماندان په تېرو درېيو کلونو کې ولایتي شورا ته نه دی ورغلی، په داسې حال کې چې دا چاره د ولایتي شورا په صلاحیتونو کې راځي.
د ده په باور، که له وړاندې د دوی غږ اورېدل شوی وای، د ولسوالۍ د پولیسو تشکیل ډېر شوی وای او هلته اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي وای، نو د دغې خونړۍ پېښې مخنیوی ضرور کېدای شوای.
ده دا هم وویل چې د تېرو ۱۶ کلونو په اوږدو کې د دې ولسوالۍ شاوخوا ۱۵۰۰ اوسېدونکي وژل شوي چې دوه سوه یې عام وګړي او مخور دي، خو نور ټول د دې ولسوالۍ هغه ځوانان دي چې د پولیسو په لیکو کې یې دندې تر سره کولې.
login or register a new account.