لښکرګاه (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه، ٩٦): د هلمند چارواکو ويلي چې امريکايي ځواکونو د دويم ځل لپاره د نشه يي توکو څلور د توليد مرکزونه له منځه وړي، خو وسله وال طالبان وايي چې دوى د نشه ي توکو د توليد ځاى نه لري.
د هلمند ولايت مقام له خوا د ليندۍ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه د دېشو ولسوالۍ د بهرامچې سيمه کې امريکايي ځواکونو څلور د نشه يي توکو د توليد فابريکې او د وسله والو مخالفينو يو مهم مرکز په نښه کړي دي.
سرچينې زياته کړې، د دې بريد په ترڅ کې يادې کارخانې له زرګونه کيلوګرامه نشه يي توکو سره يو ځای په بشپړه توګه له منځه وړل شوې دي.
د هلمند ولايت مقام وايي، په ياده سيمه کې د وسله والو مخالفينو يو مهم مرکز هم په نښه شوی چې له مخې يې ۱۵ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۵ تنه يې ټپيان دي او دغه راز بېلابېل وسايط، وسلې او مهمات يې هم له منځه وړل شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه د لښکرګاه څلورمې امنيتې حوزې اړوند لوی هديرې سيمه کې افغان کومانډو ځواکونو د امريکايي ځواکونو په همکارۍ د وسله والو مخالفينو پر يوه مرکز چاپه وهلې چې په ترڅ کې يې د رحماني او صدام په نومونو د طالب ډلمشرانو په ګډون ۱۰ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
بلخوا وسله والو طالبانو ويلي چې دوى په افغانستان کې د نشه يي توکو د توليد ځاى نه لري او په دې اړه يې د ناټو د قوماندان جنرال نېکولسن ادعا رد کړې ده.
د امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نېکولسن دافغانستان د ملي دفاع وزارت لوى درستيز سره دوه ورځې مخکې په يوه ګډه خبري غونډه کې ويلي و چې د طالبانو د مالي سرچينو د له منځه وړلو په موخه يې د هغوى د نشه يي توکو پر مرکزونو عمليات پيل کړي او ګڼ شمېر يې له منځه وړي دي.
خو طالبانو په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي،دوى د نشه يي توکو هېڅ د توليد ځای اونه هم ددې توکو په توليد کې لاس لري.
طالبانو زياته کړې: " نړيوال شاهد دي چې موږ د خپلې واکمنۍ پر مهال په ټول هېواد کې د نشه يي توک کښت او توليد صفر ته راټيټ کړی و. "
دوى ادعا کړې چې د نشه يي توکو پر ضد د عملياتو پر مهال ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن