Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او ایران ولسمشرانو ټيلېفوني خبرې کړې

کابل (پژواک، ۳ لیندۍ ۹۶): د ایران ولسمشر د ټیلېفون له لارې خپل افغان سیال ته ویلي چې ایران په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت غوښتونکی دی او دغه څه د خپل هېواد د امنیت پراختیا او سیمې د سولې او ثبات لپاره په ګټه بولي.

د ایران د ولسمشرۍ ریاست مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې حسن روحاني له ولسمشر غني سره په ټيلېفوني خبرو کې د ایران د کرمانشاه زلزلې پر پېښه د غمرازۍ له امله د افغانستان له دولت او خلکو مننه کړې ده. 

حسن روحاني ویلي: ((دغه غمرازي، ورورګلوي او همدردي تل د دواړو ملتونو تر منځ شته او موږ باید تل د یو بل تر څنګه و اوسو.))

تېره اوونۍ د ایران په کرمانشاه ولایت کې د زلزلې له امله شاوخوا ۴۵۰ کسان مړه او تر اوو زرو ډېر ټپیان شول.

د روحاني په خبره چې د افغانستان او ایران تر منځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د اهمیت وړ دي او د چابهار بندر له طرحو ګټه اخیستنه، د ایران او افغانستان تر منخ د رېل پټلۍ نښلول او د شمال- سوېل دهلېز رامنځته کېدل به د سیمې هېوادونو په سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کې مثبت بدلون راولي.

ولسمشر غني هم ویلي چې افغان حکومت د افغانانو د یووالي پیاوړتیا له خپلو اساسي اصولو بولي او هېڅکله به پرې نه ږدي چې دښمنان د دغه ملت تر منځ نفاق رامنځته کړي.

هغه د دې تر څنګ چې د ایران او افغانستان ملتونه تل د یو بل تر څنګ ولاړ، ملګري او وروڼه دي زیاته کړې چې افغانستان غواړي له ایران سره خپلو هر اړخیزو اړیکو او همکاريو ته پراختیا ورکړي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.