کابل(پژواک،٤ليندۍ٩٦): د کليو پراختيا او بيا جوړونې وزارت په وروسيتو درېيو کلونو کې له ٤١زره ډېرې پراختيايي پروژې تطبيق کړې او دغو پروژو ١٢.٤ميليون کليوالو ته پراختيايي خدمتونه برابر کړي دي.
د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت وياند اکبر رستمي په کابل کې يوې خبري غونډې ته د خبروپرمهمال د راتلونکي کال په اړه د يو پر درېيمه افغانانو د خوش بينۍ څرګندولو په اړه د اسيا بنسټ د نظر پوښتنې له راپور څخه د هرکلي په ترڅ کې دغه مطلب بيان کړ.
هغه ددې پروژو په اړه د ډېرو جزييانو له ورکولو پرته وويل چې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت په روان کال کې له ياد شويو پروژو څخه، په ٢٢٥ولسواليو کې ٧٩٢پروژې ګټې اخيستنې ته سپارلې دي.
رستمي چې ددغه وزارت د شاوخوا درې کلونو کړنې يې بيانولې زياته يې کړه:" په ټول هېواد کې ١٥٠٢نورې پروژې د عملي کېدو په حال کې دي چې د ځينو برخو د عملي کېدو کار يې د مالي کال تر ختمېدو پورې، پاى رسېږي."
ددغه وزارت د بوديجې د لګښت په اړه د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت وياند وويل:" په داسې حال کې چې د مالي کال ٢٦ورځې پاتې دي، د انکشافي بوديجې له ٢٧٢ميليون ډالرو څخه ٧٨سلنه مصرف شوې چې ٦١سلنه لګښت په ماليې وزارت کې ثبت شوى او ١٧سلنه نور په دغه وزارت کې د ثبتېدو په حال کې دى. "
رستمي دغه راز د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د ولسي تړون پروګرام په اړه وويل:" ولسي تړون، افغانستان شموله او د نسلونو تړون دى او د ملي يووالي حکومت په پام کې لري چې په دې پروګرام سره په راتلونکو کلونو کې په ټول افغانستان کې د خدمتونو او ژوند کچه لوړه کړي، همدا اوس سره له دې چې د کار د پيل لومړى کال يې دى، پر هېواد والو يې له ٤٠ميليون ډالرو ډېره پانګونه کړې او پر سلو کليو کې ددغې ملي پروژې د انکشافي پروګرام عملي کېدو ته چمتو دى."
د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت وياند زياته کړه چې يادشوي وزارت د شته ننګونو او سختيو سره سره،د کليوالو د وضعيت د ښه کېدو لپاره کار کوي او د اسيا بنسټ هم په خپل نظر پوښتنه کې د راتلونکي کال په اړه د خلکو د خوش بينۍ واقعيت منعکس کړى دى.
هغه وويل، د ولسي تړون پروګرام هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې دوه زره کلي تر پوښښ لاندې ونيسي او همد اوس ددغې ملي پروژې له خوا په ١٢٠٠کليو کې د پراختيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کاره د پېلېدو لومړني کارونه بشپړ شوي دي.
رستمي دغه راز وويل چې په راتلونکي کال کې د ولسي تړون لپاره ١٧١ميليون ډالر په پام کې نيول شوي چې ددغه پروګرام د انکشافي پروژو د تطبيق په سيمو کې به د خلکو د ژوند کچې د لوړېدو لامل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن